وزيراعظم شهباز شريف د تھائي لينډ او د کمبوډيا ترمېنځه د امن په لوظنامه د دواړو هېوادونو مشرانو او اولس له مباركي وركړه

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د تھائي لينډ او د کمبوډيا ترمېنځه امن لوظنامه د امن او سفارت كارۍ لپاره تاريخي ګرځولو سره د دواړو هېوادونو مشرانو او اولس له مباركي وركړې ده او امن ترٶن لپاره يې د صدر ټرمپ د كليدي كردار ستائنه كړې ده ۔ د ګل په ورځ پخپل اېكس پوسټ باندې جاري بيان كښې وزيراعظم ووئيل امن او سفارت كارۍ …

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د تھائي لينډ او د کمبوډيا ترمېنځه امن لوظنامه د امن او سفارت كارۍ لپاره تاريخي ګرځولو سره د دواړو هېوادونو مشرانو او اولس له مباركي وركړې ده او امن ترٶن لپاره يې د صدر ټرمپ د كليدي كردار ستائنه كړې ده ۔ د ګل په ورځ پخپل اېكس پوسټ باندې جاري بيان كښې وزيراعظم ووئيل امن او سفارت كارۍ لپاره دا يوه بله تاريخي ورځ ده، د کمبوډيا او تھائي لينډ مشرانو او اولسو ته په کوالالمپور امن تړون مباركي وركوم۔ وزيراعظم ووئيل زه امريکائي جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ ته هم پېرزئنې وړاندې كوم چا چې د کوالالمپور تړون، د غزه امن منصوبې او په مېنځنې ختيز او سوئيلي آسياء كښې امن او استحکام لپاره د بشپړه هلو ځلو د لارې نړيوال امن ته په ودې وركولو كښې كليدي كردار ولوبولو چې په سبب يې په نړۍ كښې د لكهونو په شمېر د اولس ژوند بچ كړے شو۔ وزيراعظم ووئيل زه خپل ورور او د ماليزيز وزيراعظم انور ابراهيم ته هم په منطه كښې امن او همكارۍ لپاره په ستړو كولو پېرزوئنې وړاندې كوم۔

مزید خبریں