د کشمير مسئلې له سولييز حل څخه پرته د نيمې اوچې دائمي امن به يو خوب پاتے وي: د وزيراعظم شهباز شريف د كشمير توري ورځې په موقع پيغام

اسلام آباد 27اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د کشمير مسئلې له سولييز حل څخه پرته د نيمې اوچې دائمي امن به يو خوب پاتے وي ،هر كال 27 اکتوبر د کشمير د تاريخ هغه توره ورځ يادوي كله چې 78 كاله وړاندې هند خپل عسكر سري نګر ته وليږل او هلته ئې قبضه وكړه، زه كشميري اولس له باور وركوم چې هغوې په خپلو هلو …

اسلام آباد 27اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د کشمير مسئلې له سولييز حل څخه پرته د نيمې اوچې دائمي امن به يو خوب پاتے وي ،هر كال 27 اکتوبر د کشمير د تاريخ هغه توره ورځ يادوي كله چې 78 كاله وړاندې هند خپل عسكر سري نګر ته وليږل او هلته ئې قبضه وكړه، زه كشميري اولس له باور وركوم چې هغوې په خپلو هلو ځلو كښې يوازې نه دي بلكه د پاكستان 24 كروړه اولس هغوې سره ولاړ دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا خبره وزيراعظم شهباز شريف د كشمير تورې ورځې 27 اکتوبر 2025 په موقع په خپل پيغام كښې وكړه۔ ده ووئيل دا د انساني تاريخ هغه د افسوس وړ باب دے كوم چې نن هم جاري دے، وزيراعظم ووئيل د هند په مقبوضه جمو و کشمير كښې کشميريان له 8 لسيزو څخه د ظلم او بربريت مقابله كوي۔ ده ووئيل 5 اګست 2019 راهېسې هند په مقبوضه جموں و کشمير كښې خپلي غير قانوني او يو اړخيزه کارروائيو كښې اضافه كړې چې مقصد ئې د ځائې آبادۍ تناسب او سياسي صورتحال بدلول دي۔ ده ووئيل د بشري حقونو خلاف ورزو نه ځانله هند د رايو څرګندونې په آزادۍ او په آزاد تږ راتږ هم بنديز لګولې۔وزير اعظم ووئيل د دروغو تورونه لګولو سره كشميري لارښود پرله پسې زندانونو كښې بند كړې شوي كوم چې د نړيوال قانون او بشري حقونو ښكاره خلاف ورزي ده۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل پاکستان عمر له د غير قانوني اقداماتو غندنه كړې۔ ده ووئيل پاکستان د مقبوضه جمو و کشمير په اړه ښكاره ، غير متزلزل او اصولي موقف لري۔ وزيراعظم ووئيل د وزيراعظم په حېث ما عمر له د کشميريانو خراب حالت او د هند د تسلط څخه آزادۍ لپاره د هغوي غږ نړيوالي ورورولۍ ته وړاندې كړې۔ زه كشميريانو له باور وركوم چې هغوې به خپلو هلو ځلو كښې يواځې نه وي بلكه د پاكستان 24 كروړه اولس به هغوې سره ولاړ وي۔ده ووئيل مونږ د مقبوضه جمو و کشمير اولس سره د غير متزلزل يووالي څرګندونه كوو او د خپل دې عزم پخلے كوو چې کشميريانو سره به ولاړ يوو تر څو چې هغوي د خپلواكۍ خپل حق نه وي ترلاسه كړے او كه پاك پروردګار ته منظور وي نو دغه ورځ لرې نه ده۔

مزید خبریں