د صدر مملكت آصف علی زرداری ’’د كشمير تورې ورځې ‘‘ په موقع پیغام

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداري د كشمير توري ورځ په موقع په خپل پیغام كښې وئيلي چې په 27 اکتوبر 1947 د هند پوځ سری نګر ته داخليدو سره نه يواځې د نړيوال قانون او اخلاقی اصولو ښكاره خلاف ورزی کړې بلكه د كشميريانو هيلو ته ئې هم زيان رسولې،چې په نتيجه كښې ئې د جدید تاریخ يو تور باب پېل شوې۔صدر مملکت …

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداري د كشمير توري ورځ په موقع په خپل پیغام كښې وئيلي چې په 27 اکتوبر 1947 د هند پوځ سری نګر ته داخليدو سره نه يواځې د نړيوال قانون او اخلاقی اصولو ښكاره خلاف ورزی کړې بلكه د كشميريانو هيلو ته ئې هم زيان رسولې،چې په نتيجه كښې ئې د جدید تاریخ يو تور باب پېل شوې۔صدر مملکت ووئيل د هند د تسلط له مخې مقبوضه جموں و کشمیر بے قصوره وګړي د تيرو څو لسيزو راهسې بدترین ریاستی جبر، تشدد او د بنیادی انسانی حقوق خلاف ورزو سره مخ دي۔ده ووئيل هر كال دا ورځ د توري ورځ په توګه د لمانځلو مقصد د کشمیریانو د مړاني هلو ځلو او د هغوي قربانو ته پيرزوئنې وړاندې كول دي۔د هند د بربریت باوجود د کشمیریانو حوصله نن هم لوړه ده۔ صدر آصف علی زرداری ووئيل 5 اګست 2019 نه پس هند خپل ناوړه چالونو كښې نور هم شدت پیدا کړې دے۔د هند حكومت د مقبوضه جموں و کشمیر خصوصی حیثیت په يو اړخيزه توګه ختم كړې، پوځي محاصرہ نافذ کړې شوې، د کشمیریانو املاک تباہ کولو سره ي د اجتماعی سزا تګلاره خپله كړه او داسې تور قوانین ئې نافذ کړي كوم چې د کشمیریانو د بنیادی آزادۍ سلب كولو مترادف دي۔ هند د منظمې منصوبه بندۍ ترمخه کشمیریان په خپله خاوره په اقلیت كښې د بدلولو هڅي كوي۔ صدر زرداری په نړيواله ورورولۍ او په خاص توګه د بشري حقونو په نړيوالو تنظیمونو زور راوړې چې هند مقبوضه سيمه كښې روان سنګین او منظم انسانی حقوق خلاف ورزو په اړه ځواب وركونكې وګرځوي،د هند ظلمونه په سمدستي توګه ختم كړي او د دې پخوانۍ شخړې حل له كردار ترسره كړي۔د ملګرو ملتونو دا ذمه واري ده چې د کشمیریانو سره شوې لوظ پوره كړي۔د خپل پیغام په آخر كښې ده د دې لوظ پخلے وكړو چې پاکستان به د مقبوضه جمو و کشمیر اولس هلو ځلو كښې د هغوې اخلاقی، سفارتی او سیاسی حمایت جاری ساتي۔ پاکستانیان د خپلو كشميرانو وروڼو خوېندو سره بشپړه يووالي سره ولاړ دي او د هغوې د خپلواكۍ حق لپاره روانو هلو ځلو كښې به د هغوې مرسته كوي۔

مزید خبریں