اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی د پاك افغان پولي څخه د فتنہ الخوارج د دراندازۍ هڅي په شنډولو سکیورټی فورسز ته پيرزوئنې او عملياتو كښې شهيد شويو 5 ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ده ووئيل بهادرو امنيتي ځواكونو په وخت کارروائی كولو سره څلور ځانمرګي بريد كونكو پشمول 25 خوارج وژلې دي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل 25 خوارج انجام ته رسولو …
د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی د فتنہ الخوارج د دراندازۍ هڅي په شنډولو سکیورټی فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی د پاك افغان پولي څخه د فتنہ الخوارج د دراندازۍ هڅي په شنډولو سکیورټی فورسز ته پيرزوئنې او عملياتو كښې شهيد شويو 5 ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ده ووئيل بهادرو امنيتي ځواكونو په وخت کارروائی كولو سره څلور ځانمرګي بريد كونكو پشمول 25 خوارج وژلې دي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل 25 خوارج انجام ته رسولو سره سکیورټی فورسز لويه كاميابي ترلاسه كړي، قوم د سکیورټی فورسز په پېشه وره پوهه او مړانه فخر كوي۔ محسن نقوی ووئيل قوم د سکیورټی فورسز سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔











