د كشمير د آزادۍ سهار نزدې دے، پاکستان به په هر فورم د کشمیریانو په ډاګه كوي۔انجینئر امیر مقام

لاهور 26 اکتوبر (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران چارو وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام وئيلي چې د 27 اکتوبر ورځ به مقبوضه جموں و کشمیر، پاکستان او په ټوله نړۍ كښې د توري ورځ په توګه لمانځلے شي، دا ورځ د کشمیریانو سره د يووالي په توګه لمانځلے كيږي او تر څو چې کشمیریانو ته د خپلواكۍ حق نه وي ترلاسه شوے،دا ورځ به هم هغسې …

لاهور 26 اکتوبر (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران چارو وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام وئيلي چې د 27 اکتوبر ورځ به مقبوضه جموں و کشمیر، پاکستان او په ټوله نړۍ كښې د توري ورځ په توګه لمانځلے شي، دا ورځ د کشمیریانو سره د يووالي په توګه لمانځلے كيږي او تر څو چې کشمیریانو ته د خپلواكۍ حق نه وي ترلاسه شوے،دا ورځ به هم هغسې جوش و جذبے سره لمانځلے شي،په کشمیر د هند غاصبانه قبضه زيات وخت نه شي پاتې كيدے، د کشمیریانو هلي ځلي به ضرور يوه ورځ کامیابيږي۔ده د اتوار په ورځ ایوان اقبال كښې د توري ورځ په اړه پرېس کنفرنس ته وينا كوله۔په دې موقع د آل پارټیز حریت کانفرنس لارښود فیض احمد نقشبندی شبیر عثمانی او نور نمائندګان هم موجود وو۔انجینئر امیر مقام ووئيل په 27 اکتوبر 1947 هند په ناجائزه ډول خپل عسكر کشمیر ته داخلولو سره قبضه كړې وه۔ کشمیریان د څو لسيزو راهسې د آزادۍ لپاره قربانۍ وركوي۔تر اوسه 97 زره څخه زيات کشمیریان شهيدان شوې دي،چې پكښې 8 زره 316 كسان په زندانونو او جعلی مقابلو كښې شهيدان شوې۔يو لاکھ څخه زيات كورونه تباہ کړې شوي، 22 زره ميرمني كونډي كړې شوي ، يو زر 916 ماشومان يتيمان كړې شوي دغسې 11 زره 229 ميرمني د ظلم او زیاتی ښكار كړې شوي۔ده ووئيل کشمیری لارښود یاسین ملك پشمول ګڼ شمير حریت مشران د زندانونو تكليفونه برداشت كوي دغسې مقبوضه وادي د 9 لكهه هندي عسكرو په محاصره كښې ده،كوم چې يو لوئ زندان كښې بدل كړې شوي۔امیر مقام د نړيوالي ورورولۍ او ملګرو ملتونو څخه اپيل وكړو چې په خپلو قراردادونو عمل درآمد باوري كړي دغسې چې کشمیریانو ته انصاف او آزادی ترلاسه شي۔ده ووئيل د هند غاصبانه قبضه زيات وخت نه شي پاتي كيدے،د ظلم شپے اوس په ختميدو دي او د حق و انصاف د سهار لمر به راښكاره شي۔وفاقی وزیر ووئيل وزیراعظم محمد شهباز شریف په مړانه په نړيواله كچه د کشمیر مقدمه كوي۔د پاکستان بهادر پوځ د فیلډ مارشل عاصم منیر په مشرۍ كښې د دښمن غرور ختم كړے۔معرکه حق نه پس هند له پیغام وركړې شوې چې د کشمیر مسئلې زمونږ د خارجه پالیسۍ مرکزی نکته ده۔ده ووئيل د ګل په سهار به 10 بجے يوه دقيقه خاموشی اختیارولې شي دغسې اسلام آباد، مظفرآباد او نورو ښارونو كښې به د يووالي واکس او لاريونونه كولې شي۔په دې موقع د آل پارټیز حریت کانفرنس لارښود فیض احمد نقشبندی ووئيل 27 اکتوبر هغه ورځ ده كله چې هند په سرینګر كښې خپل پوځ داخل كړو او قبضه ئې وكړه،نن هم مونږ دغه قبضه مسترد کوو۔ده د حکومتِ پاکستان، وزیراعظم محمد شهباز شریف او پاك پوځ مننه وكړه ۔ ده ووئيل پاکستان عمر له د کشمیريانو مقدمه په نړيواله كچه په ډاګه كړي۔

مزید خبریں