د آر ايل اين جي سره به د كورونو صارفينو ته معياري ايندھن وركول ممکن شي، وزيراعظم محمد شهباز شريف د کورونو کنکشنز اجراء دستوري ته وينا

اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د آر ايل اين جي سره به د كورونو صارفينو ته معياري ايندھن وركول ممکن شي،په ټول هېواد كښې ګڼ شمير صارفين د ګاز کنکشنز په انتظار دي،زمونږ حكومت په هېواد كښې 20 ٬ 20 ساعته د بجلۍ د لوډ شيډنګ مسئله هم حل كړې وه،د پاکستان پرمختګ لپاره په ورځ محنت کوو۔د دې خيالاتو څرګندونه …

اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د آر ايل اين جي سره به د كورونو صارفينو ته معياري ايندھن وركول ممکن شي،په ټول هېواد كښې ګڼ شمير صارفين د ګاز کنکشنز په انتظار دي،زمونږ حكومت په هېواد كښې 20 ٬ 20 ساعته د بجلۍ د لوډ شيډنګ مسئله هم حل كړې وه،د پاکستان پرمختګ لپاره په ورځ محنت کوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ ري ګيسيفائيډ ليکويفائيډ نيچرل (آر ايل اين) ګيس كورونو کنکشنو اجراء دستوري ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيران، د اسمبلۍ غړي ، اېس اين جي پي ايل او اعليٰ سرکاري چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل د ګيس کنکشنو وركول يوه لويه اولسي غوښتنه وه۔ 2022 كښې چې مونږ حكومت سنبھال كړو نو د ګيس کنکشنز په وركولو فشار ؤ ، سپلائي کم، مانګ زيات وو،ګڼ شمير وګړي د ګيس کنکشنز وركولو له په انتطار ؤ،چرته چې پائپ لائنز غزولې كيدو هلته هم د ګيس وركول ممکن نه وو ځكه چې ګيس نه ؤ،مونږ دې مسئلے ته پام لرنه وكړه۔نن د كورونو صارفينو لپاره معياري ايندھن موجود دې، دا د پخواني وزيراعظم مياں نواز شريف د اولسي خذمت د اقداماتو تسلسل دے ، 2013 كښې په دريم ځل وزيراعظم منتخب كيدو نه پس هغه هېواد كښې 18٬ 18 او 20 ع 20 ساعته د لوډ شيډنګ مسئله حل كړې وه۔نن د ګيس مسئله هم مسلم ليګ (ن)، پيپلز ګوند ، اېم کيو اېم پشمول په اتحادي ګوندونو مشتمل د پي ډي اېم حکومت حل کړې ده په دې ټولو ته مبارکي وركوم۔ده ووئيل د پاکستان پرمختګ لپاره به شپه ورځ مونږ له محنت کول وي او خپل هېواد به مخ په وړاندې بوځو۔وزيراعظم دې څخه وړاندې د تختۍ مخ كتنه كولو سره د آر ايل اين جي کنکشنز وركولو پرانسته وكړه۔د توان وفاقي وزير علي پرويز ملك ووئيل د وزيراعظم په سپارښتنه حکومت د قطر او نورو هېوادونو سره په ګډه د توان مسئلے حل كولو ته پام لرنه كړي دغسې چې د دې مسئلے حل راوېستلے شي۔ تر 2026 به د ځائې ايندھن کوهيان هم چالو کړې شي او اولس له به آرزان او معياري ايندھن وركړې شي۔ده ووئيل اوس به كورونو كښې د ګيس سلنډرو ته حاجت نه وي۔ده ووئيل په يو كال كښې اېس اين جي پي ايل 29 اربه روپۍ ګټه كړي، لائن لاسز کميدو سره 4.93 فيصده ته راغلې دي،آر ايل اين جي محفوظ او ماحول دوست ايندھن دے،د ګيس کنکشنز وركول اوس آسان شوې دي۔

مزید خبریں