وزيراعظم شهباز شريف د جنوبي افريقې او قومي کرکټ ډلي په اعزاز كښې ميلمستيا

اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د جنوبي افريقې ميلمه کرکټ ډلي او قومي كركټ ډلي په اعزاز كښې د ميلمستيا اهتمام کړې او نړيوالو لوبو ودي او د لوبو لوئ ايونټس كوربتوب له ئې د ښه ماحول په ځائې ساتلو لپاره د پاکستان عزم رامخې ته كړو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د …

اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د جنوبي افريقې ميلمه کرکټ ډلي او قومي كركټ ډلي په اعزاز كښې د ميلمستيا اهتمام کړې او نړيوالو لوبو ودي او د لوبو لوئ ايونټس كوربتوب له ئې د ښه ماحول په ځائې ساتلو لپاره د پاکستان عزم رامخې ته كړو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د جنوبي افريقې او پاکستان کرکټ ډلي لوبغاړو سره ملاقات او خبري اتري وكړي۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د جنوبي افريقې كركت ډلي ته په پاکستان كښې هركلے وايو ، جنوبي افريقې سره بېلو څانګو كښې په زړه پورې اړيكي لرو او کرکټ هم په هغې كښې يو دے۔ وزيراعظم ووئيل روان کرکټ سيريز پاکستان او جنوبي افريقې ترمينځه د لوبو د ښه اړيكو او شريك احترام علامت دے۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل جنوبي افريقې د کرکټ عظيم لوبغاړي پيدا كړي۔وزيراعظم ووئيل د پاکستان د كطركت لوبغاړو هم په ښه لوبه كولو سره په نړۍ كښې د هېواد نامه روښانه كړي،هيله لرو چې پاکستان کرکټ ډله به د تير وخت په شان ښه لوبه وكړي۔وزيراعظم د دواړو ډلو لوبغاړو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي په صلاحيتونو د باور څرګندونه وكړه۔وزيراعظم ووئيل کرکټ يواځې يوه لوبه نه ده بلكه د بېلو هېوادونو اولس خپلو كښې تړلو سبب هم دے۔وزيراعظم ووئيل د کرکټ لوبه ورورولۍ او امن ته وده وركوي،د دې لوبې اصل روح په ځائې ساتلو ته اړتيا ده۔وزيراعظم د نړيوالو لوبو ودي او لوبو لوئ ايونټس كوربتوب له ښه ماحول په حائې ساتلو له د پاكستان عزم رامخې ته كړو۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د جنوبي افريقې ډلي انتظاميې او لوبغاړو د پاکستان حکومت او اولس په ميلمستيا او هركلي كولو مننه وكړه۔ميلمستيا كښې د خزاني او محصولات وفاقي وزير محمد اورنګزيب، د تجارت وفاقي وزير جام کمال ،د كورنيو چارو وفاقي وزير او د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي ، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ او پاکستان کرکټ بورډ اعليٰ عهديدار هم موجود وو۔

مزید خبریں