اسلام آباد 25 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د پولينډ د كورنيو چارو نائب وزير ميچے ډشچك ملاقات كړې او غير قانوني اميګريشن، بارډر سكيورټي او ميوچل ليګل اسسټنټس پشمول په بېلو څانګو كښې مرستي زياتولو ته سلا او شريكې مرستي لا قوي كولو له په حكومتي كچه رابطو زياتولو پريكړه ئې كړي۔د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د پولينډ د كورنيو چارو نائب وزير ميچے ډشچك ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 25 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د پولينډ د كورنيو چارو نائب وزير ميچے ډشچك ملاقات كړې او غير قانوني اميګريشن، بارډر سكيورټي او ميوچل ليګل اسسټنټس پشمول په بېلو څانګو كښې مرستي زياتولو ته سلا او شريكې مرستي لا قوي كولو له په حكومتي كچه رابطو زياتولو پريكړه ئې كړي۔د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د پولينډ د كورنيو چارو نائب وزير ميچے ډشچك ملاقات كړې۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د كورنيو چارو وزارت ته په راتګ د پولينډ د كورنيو چارو نائب وزير ميچے ډشچك هركلے وكړو۔د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري او پولينډ كښې د پاكستان سفير محمد سميع هم په دې موقع موجود وو۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔ ملاقات كښې په غير قانوني اميګريشن، بارډر سكيورټي او ميوچل ليګل اسسټنټس پشمول بېلو څانګو كښې مرستي زياتولو ته سلا او شريكي مرستي لا قوي كولو له په حكومتي كچه رابطو زياتولو پريكړه وشوه۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل غير قانوني اميګريشن پاكستان لپاره هم حساس مسئله ده، غير قانوني اميګريشن كښې ككړ مافيا په ضد بشپړه كريك ډاؤن روان دے۔د پولينډ د كورنيو چارو نائب وزير د كورنيو چارو وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري له د پولينډ دورې كولو بلنه وركړه۔پولش نائب وزير داخله ووئيل انساني سمګلنګ مخنيوي لپاره به مونږ له ګامونه پورته كول وي۔ده انساني سمګلنګ مخنيوي په لړ كښې د حكومت پاكستان اقدامات وستائلايډيشنل سيكرټري داخله ميجر جنرل نور ولي خان او چيف كمشنر اسلام آباد محمد علي رندھاوا هم په دې موقع موجود وو۔











