سيالكوټ 25 اكتوبر (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي چې پاكستان او افغانستان ترمينځه اوږدې مودې امن لپاره كوټلي ضابطه اخلاق جوړولو ته اړتيا ده دغسې چې دواړه هېوادونه په شريك احترام،ګاونډيتوب او اسلامي اخوت په اصولو روان شي۔ پاكستان د كوم هم قوم په ضد نه دے بلكه امن، ورورولۍ او مرستي خوښي لري دغسې اوس وخت راغلے چې دا تعلق د نظم و …
پاكستان او افغانستان ترمينځه اوږدې مودې امن لپاره كوټلي ضابطه اخلاق جوړولو ته اړتيا ده۔ د فاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف

مزید خبریں
سيالكوټ 25 اكتوبر (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي چې پاكستان او افغانستان ترمينځه اوږدې مودې امن لپاره كوټلي ضابطه اخلاق جوړولو ته اړتيا ده دغسې چې دواړه هېوادونه په شريك احترام،ګاونډيتوب او اسلامي اخوت په اصولو روان شي۔ پاكستان د كوم هم قوم په ضد نه دے بلكه امن، ورورولۍ او مرستي خوښي لري دغسې اوس وخت راغلے چې دا تعلق د نظم و ضبط او شريكو ذمه وارو په بنياد منظم كړې شي دغسې چې سماجي و معاشي توازن په ځائې پاتي شي۔كه خبرو اترو كښې ترسره شوې شرائط د پاكستان په ګټه وي نو امن معاهده ممكن ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په سيالكوټ كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔خواجه محمد آصف ووئيل تيرو 5 ورځو راهسې په هېواد كښې د ترهه ګرۍ كومه پېښه نه ده شوي، قطر كښې ترسره شوې ؤ بايد د هغې پالنه وكړې شي۔ده ووئيل پاكستان دا مهال د هند پراكسي جنګ سره مخ دے، افسوس په دې خبره دے چې افغانستان د هند پراكسي په توګه زمونږ په ضد كارروائي كوي۔ده ووئيل د لوے څښتن په فضل و كرم سره پاكستان د دغه ټولو سازشونو په مړانه مقابله كوي او قوم د لوے څښتن په نصرت بشپړه باور لري۔ وفاقي وزيرِ د قطر او تركيه په شان ورڼو هېوادونو سفارتي وساطت ستائلو سره ووئيل د هغوي په زړه پورې هڅو مذاكرات كښې د مثبت پيش رفت امكانات پيدا شوې دي۔ده ووئيل مذكرات كښې ماته په نظر نه دي راغلې چې افغانستان امن غواړي۔خواجه محمد آصف ووئيل پاكستان د 40 كلونو راهسې د افغانانو كوربتوب كوي او نن 40 لكهه څخه زيات افغانان په هېواد كښې مېشته دي،د كومو نسلونه چې دلته آباد شوې۔زمونږ سره خبري اتري كونكي هم په پاكستان كښې زلمي شوې۔ده ووئيل افغانان اكثريت سره دلته د مستقل رهائش درجه نه لري او ځيني د ځائې كاروبار او روزګار په څانګو واضح اثرات مرتب كوي۔دې څخه وړاندې وفاقي وزير خواجه محمد آصف د ګورنمنټ سردار بيګم ټيچنګ هسپتال دوره وكړه او د نوي ودانۍ پرانسته ئې وكړه۔په دې موقع ده ووئيل د هسپتال نوي ودانۍ او جديد سهوليات په ښه ډول جوړ شوې خو عملے او طبي تربيت يافته پروفيشنلز عدم موجودګۍ د تشويش وړ ده۔











