فيلډ مارشل سيد عاصم منير قاهره كښې د مصر صدر عبدالفتاح السيسي سره ملاقات

پينډۍ 25 اكتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير په قاهره كښې د اتحاديه صدارتي محل كښې د مصر صدر عبدالفتاح السيسي سره ملاقات كړې۔د ملاقات په مهال ده د پاكستان او مصر ترمينځه د پخوانۍ ملګرتيا پخلي كولو سره په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر د اړخه جاري شوې بيان له مخې فيلډ …

پينډۍ 25 اكتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير په قاهره كښې د اتحاديه صدارتي محل كښې د مصر صدر عبدالفتاح السيسي سره ملاقات كړې۔د ملاقات په مهال ده د پاكستان او مصر ترمينځه د پخوانۍ ملګرتيا پخلي كولو سره په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر د اړخه جاري شوې بيان له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير د سيمي امن او استحكام كښې په زړه پورې كردار ترسره كولو د مصري قيادت ستائنه وكړه دغسې صدر السيسي نړيوال او مسلمانانو لپاره اهميت لرونكو چارو كښې د پاكستان مثبت او فعاله كردار وستائلو۔ دواړو لارښودو د شريكو سټريټجكي ګټو په چارو د رابطه كارۍ اهميت او اولسي رابطو په قوي كولو زور راوړو۔ملاقات كښې د ملګرتيا اړيكو شريك تاريخ او په ټولو څانګو كښې په خاص توګه سماجي و اقتصادي مشغوليت، ټيكنالوجي او سلامتيا په چارو كښې مرستي لا زياتولو شريك خواهش څرګندونه وكړه۔ملاقات په ښه ډول ترسره شو، دواړو ډلو ووئيل قوي اقتصادي او سيكورټي ډائيلاګ د پاكستان، مصر او سيمي پراخه امن، استحكام او سلامتيا كښې مهم كردار ترسره كړي۔

مزید خبریں