د پي ټي آئي په دور كښې معيشت او ادارو ته لوئ زيان رسيدلے،موجوده حکومت په دور كښې د پاکستان وقار په نړيواله كچه ښه كيږي۔وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي چې د پي ټي آئي په دور كښې معيشت او ادارو ته لوئ زيان رسيدلے،موجوده حکومت په دور كښې د پاکستان وقار په نړيواله كچه ښه كيږي۔د خالي په ورځ يو نجي ټي وي سره خپلو خبرو كښې ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل د نړيوالو لارښودو پشمول د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ او …

اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي چې د پي ټي آئي په دور كښې معيشت او ادارو ته لوئ زيان رسيدلے،موجوده حکومت په دور كښې د پاکستان وقار په نړيواله كچه ښه كيږي۔د خالي په ورځ يو نجي ټي وي سره خپلو خبرو كښې ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل د نړيوالو لارښودو پشمول د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ او اسلامي هېوادونو لارښودو د اړخه تاريخي ډاډګيرنه د دې خبري ثبوت دے چې د پاکستان وقار په نړيواله كچه تندۍ سره ښه كيږي كوم چې تيرو 70 كلونو كښې چا نه وو ليدلے۔ده ووئيل دا د پاكستان لپاره د اعزاز خبره ده چې نن مونږ په دومره قوي پوزېشن يو،سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير او وزيراعظم محمد شهباز شريف په قيادت كښې د هېواد سفارتکاري او عسكري وقار له امله په ټوله نړۍ كښې عزت ترلاسه كوي۔ وفاقي وزير په اپوزيشن تنقيد کولو سره ووئيل كه عمران خان په زندان كښې دے نو د خپل کرپشن د اعمالو نتيجې سره مخ كيږي، احتساب ضروري دے او څوك هم قانون څخه بالاتر نشته۔

مزید خبریں