اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) د حکومتِ د يوې بلي لوئ کاميابۍ په توګه پاکستان انټرنيشنل ايئرلائن (پي آئي اے) اسلام آباد نه تر مانچسټر نيغ په نيغه پروازونه په باضابطه توګه پېل شوې دي، دا پيشرفت د پاك برتانيه اړيكو كښې تاريخي كاميابي ده۔د وړومبي پرواز په افتتاح وفاقي وزير خواجه محمد آصف اسلام آباد انټرنيشنل ايئرپورټ په مشرۍ كښې دستوره وشوه۔ په دې موقع پاکستان كښې …
د پي آئي اے د مانچسټر لپاره نيغ په نيغه پروازونه بېل شول،دا پيشرفت د پاك برتانيه اړيكو كښې تاريخي كاميابي ده۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف

مزید خبریں
اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) د حکومتِ د يوې بلي لوئ کاميابۍ په توګه پاکستان انټرنيشنل ايئرلائن (پي آئي اے) اسلام آباد نه تر مانچسټر نيغ په نيغه پروازونه په باضابطه توګه پېل شوې دي، دا پيشرفت د پاك برتانيه اړيكو كښې تاريخي كاميابي ده۔د وړومبي پرواز په افتتاح وفاقي وزير خواجه محمد آصف اسلام آباد انټرنيشنل ايئرپورټ په مشرۍ كښې دستوره وشوه۔ په دې موقع پاکستان كښې د برتانيې هائي کمشنر جين ميريټ، د دفاع سيکرټري جنرل (ر) محمد علي، ډي جي سول ايوي ايشن اتھارټي (سي اے اے) نادر شفيع ډار او د دفاع او هوابازۍ اعليٰ چارواكي موجود وو۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف دستورې ته وينا كښې ووئيل دا اقدام د حکومتِ د اړخه د قومي ادارو بحالۍ، اولسي آسانيو كښې ښه والي او په نړيواله كچه د پاکستان تشخص ته ودي وركولو له د روانو اقدامات تسلسل دے۔ ده ووئيل د اسلام آباد نه تر مانچسټر نيغ په نيغه پرواز پېل كول د پاکستان او برتانيې ترمينځه د رابطو نوې دور پېل شوے كوم به چې هلته د موجود پاکستاني کميونټۍ لپاره لوئ سهولت وركړي۔ خواجه محمد آصف په دې موقع د سي اے اے ډي جي نادر شفيع ډار، ايوي ايشن ډويژن او پي آئي اے انتظاميې خذمات ستائلو سره ووئيل د هغوي په زړه پوري هڅو او پيشه وره کارکردګۍ دا مهمه کاميابي ممکن شوې۔











