اسلام آباد۔24اکتوبر (اے پی پی) پاکستان په 25 اکتوبر استنبول کښې د ترکیې په کوربه توب كښې كېدونكې غونډه كښې د ثابت او تصدیق کیدونکي میکانیزم د رامینځته كېدو په تمه دے٬ سيمه ييز امن او استحكام باوري كولو له په 19 اکتوبر په دوحه قطر كښې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د شوې لوظنامې يۍ هركلې كړې دې٬ مونږ په دې لړ کښې د قطر او ترکیې د وروڼو …
پاکستان په 25 اکتوبر استنبول کښې د ترکیې په کوربه توب كښې كيدونكې غونډه كښې د ثابت او تصدیق کیدونکي میکانیزم رامنځته كېدو ته سترګې په لار دے: د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد۔24اکتوبر (اے پی پی) پاکستان په 25 اکتوبر استنبول کښې د ترکیې په کوربه توب كښې كېدونكې غونډه كښې د ثابت او تصدیق کیدونکي میکانیزم د رامینځته كېدو په تمه دے٬ سيمه ييز امن او استحكام باوري كولو له په 19 اکتوبر په دوحه قطر كښې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د شوې لوظنامې يۍ هركلې كړې دې٬ مونږ په دې لړ کښې د قطر او ترکیې د وروڼو هېوادونو مثبت رول ستایو۔ د خارجه وزارت ویاند پرون دلته په پرېس بريفنګ كښې ووئيل چې دا توافقنامه په دوحه کښې د پاکستان او افغان طالبانو حکومت استازیو تر منځ د پلاوي په کچه د خبرو اترو پایله ده۔ ویاند وویل چې د دفاع وزیر خواجه آصف د پاکستان پلاوي مشري وکړه، خبرو اترو کښې د افغانستان څخه د پاکستان په ضد د سرحدي تروریزم د له منځه وړلو لپاره چټک ګامونه او د پاکستان-افغانستان سرحد په سر د امن او ثبات بیا رامینځته کولو باندې تمرکز وشو. وياند ووئيل چې پاكستان د اكتوبر په 25 مه نېټه په استنبول كښې د تركيه په كوربتوب كښې كېدونكي غونډه كښې د يو كوټلي او د تصديق وړ مېكانزم رامنځ ته كېدو ته سترګې په لاره دے دغسې چې د افغانستان خاورې څخه د پاكستان په ضد د ترهګرۍ لعنت او د پاكستاني وګړو د ځاني زيان مخنيوې وكړې شي۔ ده ووئيل پاكستان د سيمه ييز امن او استحكام عزم لري او د يو ذمه وار رياست په توګه تاؤ تريخوالې نه غواړي خو په افغان طالبان چارواكو زور راوړي چې هغوي دې نړيوالې ورورلۍ سره د خپل تړون احترام وكړي او د اېف اے كے / ټي ټي پي او اېف اے اېچ / بي اېل په شمول د ترهګرو ډلو په ضد د تصديق وړ كارروائي كولو سره د پاكستان اندېښنې لرې كړي











