د چیئرمین جوائنټ چیفس آف سټاف کميټۍ جنرل ساحر شمشاد مرزا د مالدیپ صدر، د دفاع وزير او چیف آف ډیفنس فورس سره ملاقات

پېنډۍ ۔24 اکتوبر(اے پی پی) چیئرمین جوائنټ چیفس آف سټاف کميټۍ جنرل ساحر شمشاد مرزا د مالدیپ سركاري دورې په مهال صدر ډاكټر اېم معيزو ٬ د دفاع وزير اېم غسان مامون او چيف آف ډيفنس فورس مېجر جنرل ابراهیم هلمی سره ملاقات وكړو۔ دواړو اړخونو د نړيوالې او سيمه ايزې سلامتيا په چاپېرچل او د شريكې خوښې چارو په شمول په دوه اړخيزه دفاعي او امنيتي مرسته د خيالاتو …

پېنډۍ ۔24 اکتوبر(اے پی پی) چیئرمین جوائنټ چیفس آف سټاف کميټۍ جنرل ساحر شمشاد مرزا د مالدیپ سركاري دورې په مهال صدر ډاكټر اېم معيزو ٬ د دفاع وزير اېم غسان مامون او چيف آف ډيفنس فورس مېجر جنرل ابراهیم هلمی سره ملاقات وكړو۔ دواړو اړخونو د نړيوالې او سيمه ايزې سلامتيا په چاپېرچل او د شريكې خوښې چارو په شمول په دوه اړخيزه دفاعي او امنيتي مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي د دواړو هېوادونو ترمينځه پوځي اړيكو ته د لا پراختيا وركولو په تګلارو غور او د همكارۍ لا مضبوطولو له د ګډ عزم پخلے وكړو۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د مالدیپ سول عسکری مشرتابه د پاكستان د وسله والو ځواكونو د مهارت ستائنه وكړه او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې يۍ د دوئي د قربانيو اعتراف وكړو۔ دې څخه وړاندې اېم اېن ډی اېف هېډ کوارټر ته په رسېدو يوې چمتؤ ډلې سی جے سی اېس سی ته ګارډ آف آنر وړاندے كړو

مزید خبریں