نائب وزیراعظم اسحاق ډار سره د متحده عرب امارات نائب وزير اعظم ٬ د سعودي او مراكش خارجه وزيرانو د روانې اونۍ په مهال ټيليفوني خبرې وكړې : د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د متحده عراب امارات خپل همڅنګ شېخ بن زېد النهیان، د سعودي خارجه وزير شهزادہ فېصل بن فرحان السعود او د مراكش خارجه وزير ناصر بوریتا د روانې اونۍ په مهال ټېلېفوني خبرې وكړې۔ دا خبره د جمعې په ورځ ده په خبري كنفرنس كښې وكړه۔ ده ووئيل د متحده …

اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د متحده عراب امارات خپل همڅنګ شېخ بن زېد النهیان، د سعودي خارجه وزير شهزادہ فېصل بن فرحان السعود او د مراكش خارجه وزير ناصر بوریتا د روانې اونۍ په مهال ټېلېفوني خبرې وكړې۔ دا خبره د جمعې په ورځ ده په خبري كنفرنس كښې وكړه۔ ده ووئيل د متحده عرب امارات نائب وزيراعظم تېره شپه خپل پاكستاني همڅنګ سېنېټر اسحاق ډار سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ دواړو لارښودو د شريكې خوښې ګڼ اړخيزه چارو سره سره په اوسني سيمه ايز او نړيوال پېش رفت د خيالاتو څرګندونه وكړه او په نزدې رابطه كښې په پاتې كېدو يۍ اتفاق وكړو۔ ده ووئيل سېنېټر اسحاق ډار سره په 21 اکتوبر د سعودي عربستان خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان السعود سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ دواړو لارښودو د غزہ او فلسطین په شمول د روانو سيمه ايزو پېش رفتونو جاج واغست او د شريكې خوښې په چارو نزدې رابطه كښې په پاتې كېدو اتفاق كولو سره په منطقه كښې امن او استحكام ته وده وركولو له د خپل ګډ عزم پخلے وكړو۔ وياند ووئيل نائب وزيراعظم ته په 21 اكتوبر د بوريتا خارجه وزير ټېلېفون وكړو۔ دواړو لارښودو د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په خپل د خپل اوسني ملاقات ذكر كولو سره د شريكې خوښې په څانكو كښې دوه اړخيزهمرسته لا زياتولو د خپل عزم پخلے وكړو۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار خارجه وزير ناصر بوریتا ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔

مزید خبریں