اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په هنګو كښې د هند ملاتړ لرونكو فتنه خوارج ترهګرو بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي ترهګر د هېواد د امن او استحكام دښمن دي٬ د دوي بزدلانه كارروايۍ د برداشت وړ نه دي۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس وِنګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت په چاٶدنه كښې د شهيد …
صدر مملکت آصف علي زرداري په هنګو كښې د فتنه خوارج ترهګرو بريد وغندلو

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په هنګو كښې د هند ملاتړ لرونكو فتنه خوارج ترهګرو بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي ترهګر د هېواد د امن او استحكام دښمن دي٬ د دوي بزدلانه كارروايۍ د برداشت وړ نه دي۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس وِنګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت په چاٶدنه كښې د شهيد ايس پي اسد زبير او د پوليس اهلكارو نورو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل چې قام د خپلو مېړنو عسكرو په قربانيو وياړي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پوليس عزم او حوصلې ته سلام وړاندې كوم۔ صدر مملكت په دې موقع د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه











