يوم تاسيس په اصليت كښې د کشميريانو د آزادۍ هلو ځلو ته د پېرزوئنې وړاندې كولو ورځ ده٬ د دوي قربانۍ به په زرينو ټكو ليكلے شي۔ سردار اياز صادق

اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د آزاد جمو و کشمير په 78م يوم تاسيس د كشمير شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د کشميريانو د آزادۍ هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د جمعې په ورځ خپل پېغام كښې ده د مقبوضه جمو و کشمير مظلوم اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره ووئيل چې يوم تاسيس په اصليت كښې د …

اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د آزاد جمو و کشمير په 78م يوم تاسيس د كشمير شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د کشميريانو د آزادۍ هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د جمعې په ورځ خپل پېغام كښې ده د مقبوضه جمو و کشمير مظلوم اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره ووئيل چې يوم تاسيس په اصليت كښې د کشميريانو د آزادۍ هلو ځلو ته د پېرزوئنې وړاندې كولو ورځ ده٬ د دوي قربانۍ به په زرينو ټكو ليكلے شي۔ ده ووئيل چې د پاکستان پارلمان او اولس كشميري ورورڼو خوېندو سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬ دا ورځ مونږ ته رايادوي چې د آزادۍ، قربانۍ او هلو ځلو تسلسل كله نه ودرېږي٬ ھغه ورځ لرې نه ده كله چې به مقبوضه کشمير كښې د آزادۍ لمر څيره ووهي او كشميريان به په آزاده فضا كښې خپل ژوند وكړي۔ پاكستان به د كشميري اولس سره بشپړه سياسي٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ جاري ساتي

مزید خبریں