اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن بي بي آصفه بھټو زرداري د پوليو نړيواله ورځ د پوليو خاتمه او هر كوچنې د رنځونو نه ساتلو لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سره وئيلي پاکستان د پوليو په ضد مسلسل پيشرفت كړے دے خو دا كار لا اوس بشپړه شوے نه دے۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پريس وِنګ له مخې د ورلډ پوليو ډے …
پاکستان به په بشپړه توګه پوليو فري كول وي، د پوليو په ضد ځانګړې پېشرفت شوے دے: وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن بي بي آصفه بھټو زرداري د پوليو نړيواله ورځ د پوليو خاتمه او هر كوچنې د رنځونو نه ساتلو لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سره وئيلي پاکستان د پوليو په ضد مسلسل پيشرفت كړے دے خو دا كار لا اوس بشپړه شوے نه دے۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پريس وِنګ له مخې د ورلډ پوليو ډے په موقع دې خپل پېغام كښې ووئيل مونږ ټولو له به يو موټې كېدو سره پاكستان څخه د پوليو بشپړه خاتمه كول وي٬ شهيد بينظير بھټو په كال 1994 كښې پاکستان كښې د پوليو مخنيوي وړومبي قامي كمپائن پېل كړې ٶ او ھغه وژن نن هم د پوليو مخنيوي د قامي كمپائن لارښودنه كوي٬ دې كمپائن سره زمونږ ذاتي تعلق دے كوم سفر چې زمونږ مور پېل كړې ٶ٬ شهيد بي بي د وزيراعظم په توګه ما له د پوليو څاڅكي راكولو سره د پاكستان د پوليو مخنيوي وړومبي كمپائن پېل كړې ٶ۔ آصفه بھټو زرداري د پوليو كمپائن وركرز او د امنيتي اهلكارو خدماتو او قربانيو ته پېرزوېنې وړواندې كولو سره د ښځينه ويکسينيټرز د کردار او خدماتو ستائنه وكړه۔ دې ووئيل د دوي د هلو ځلو په سبب د پاكستان سباون د پوليو څخه پاكولو ته رسولې دے ۔ آصفه بهټو زرداري مور پلار٬ سرپرست او د کميونټي مشرانو څخه د پوليو مخنيوي په كمپائن كښې د بشپړه مرستې اپيل كولو سره ووئيل چې يو موټې كېدو سره مونږ د خپلو كوچنيانو سباون خوندي كولې شو۔











