وفاقي وزير حنيف عباسي په لکي مروت كښې سکيورټي فورسز ته په کامياب عملياتو پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په لکي مروت كښې سکيورټي فورسز ته په کامياب عملياتو پېرزوئنې وړاندې كړې٬ په كومو كښې چې اته ترهګر وژلې شوي۔ خپل بيان كښې ده ووئيل قام د خپلو مېړنو ځوانانو په قربانو وياړ لري چا چې د خپلو ځانونو پراوه كولو نه غېر د وطن دښمن عناصرو عزائم خاورې كړي۔ حنيف عباسي ووئيل د شهدانو او …

اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په لکي مروت كښې سکيورټي فورسز ته په کامياب عملياتو پېرزوئنې وړاندې كړې٬ په كومو كښې چې اته ترهګر وژلې شوي۔ خپل بيان كښې ده ووئيل قام د خپلو مېړنو ځوانانو په قربانو وياړ لري چا چې د خپلو ځانونو پراوه كولو نه غېر د وطن دښمن عناصرو عزائم خاورې كړي۔ حنيف عباسي ووئيل د شهدانو او غازيانو قربانۍ د هېواد د امن او استحكام ضامنت دي او ټول قام د ترهګرو په ضد خپل پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬ وفاقي وزير ووئيل د خوراجو په ضد كاروائۍ به د ترهګرو تر بشپړه خاتمې جاري وي۔

مزید خبریں