د پوليو مخنيوي لپاره د پوليو وركرز د خدماتو ستائنه كوٶ٬ د دوي د محنت او د حكومتي اقداماتو په سبب به پاكستان څخه پوليو ختم شي۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پوليو مخنيوي لپاره د پوليو وركرز د خدماتو ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د دوي د محنت او د حكومتي اقداماتو په سبب به پاكستان څخه د پوليو خاتمه وشي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پوليو مخنيوي نړيوالې ورځې مناسبت سره دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع وفاقي وزيران سيد مصطفی کمال، …

اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پوليو مخنيوي لپاره د پوليو وركرز د خدماتو ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د دوي د محنت او د حكومتي اقداماتو په سبب به پاكستان څخه د پوليو خاتمه وشي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پوليو مخنيوي نړيوالې ورځې مناسبت سره دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع وفاقي وزيران سيد مصطفی کمال، عطاء تارړ، د وزيراعظم د پوليو مخنيوي فوکل پرسن عائشه رضا فاروق، د پوليو مخنيوي لپاره معاونت كوٶنكو ادارو چارواكي او ګرد هېواد څخه ټاكلې د پوليو وركرز هم موجود وو۔ وزيراعظم د پوليو مخنيوي لپاره د صحت وفاقي وزير، اړوند چارواكو او د نړيوالو شراكتدارو هلې ځلې د ستائنې وړ ګرځولو سره ووئيل هېواد كښې د پوليو د بشپړه خاتمې عزم لرؤ۔ ده د پوليو ورکرز جرأت، مېنې او جذبې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل په ځېنې موقعو كښې دوي خپل ځانونه په خطر كښې اچولو سره په ستونزمنه وضعه او سيمو كښې د پوليو مخنيوي لپاره خدمات ترسره كوي،د دوي د هلو ځلو په سبب به پاكستان كښې ډېر زر د پوليو خاتمه وشي۔ وزيراعظم ووئيل زه د خپل ٬ قام او حكومت لخوا د پوليو ورکرز مننه كوم۔ ده ووئيل د پوليو مخنيوي ورځ په موقع دستوره د دې رنځ مخنيوي لپاره د حکومتي عزم څرګندونه ده۔ ده ووئيل د پوليو خاتمې لپاره هڅې كوٶنكي عظيم پاكستانيانو خپل ژوند هېواد لپاره وقف كړے دے۔ ده د ډبليو اېچ او، يونېسف، بل ګيټس فاٶنډيشن او د سعودي عرب پشمول د ټولو شراكتدارو په خاص توګه مننه وكړه څوك چې پاكستان څخه د پوليو خاتمې لپاره ډېر رقم مصرف كوي۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم د پوليو مخنيوي لپاره په ځانګړې خدماتو ترسره كولو پوليو ورکرز ته شيلډ وركړل٬ په دې كښې د پنجاب، خېبرپښتونخوا، بلوچستان، سندھ، آزاد جمو و کشمير او د ګلګت بلتستان پشمول د هېواد په صوبو او سيمو كښې تعلق لرونكي پوليو وركرز شامل وو۔

مزید خبریں