د سپيكر سردار اياز صادق زرعي او صنعتي څانګې لپاره د روشن معيشت پيكج په اعلان كولو وزيراعظم ته د عقيدت پيرزوئنې

اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق زرعي او صنعتي څانګې لپاره د روشن معيشت پيكج په اعلانولو وزيراعظم ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښی ده ووئيل چې د روشن معيشت پېکج لاندې به صنعتي او زرعي څانګې ته ارزانه بجلي ترلاسه شي۔ رعايتي بجلۍ سره به صنعتي او زرعي څانګه نه يوازې دا چې پرمختګ …

اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق زرعي او صنعتي څانګې لپاره د روشن معيشت پيكج په اعلانولو وزيراعظم ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښی ده ووئيل چې د روشن معيشت پېکج لاندې به صنعتي او زرعي څانګې ته ارزانه بجلي ترلاسه شي۔ رعايتي بجلۍ سره به صنعتي او زرعي څانګه نه يوازې دا چې پرمختګ وكړي بلكې د روزګار موقعې به هم زياتې شي۔ ده ووئيل دا پرېكړه دا خبره په ډاګه كوي چې حکومت زرعی او صنعتی څانګې ته څومره اهميت وركوي۔ دل پېكېج به د كروندګرو په ګټه وي۔ ده ووئيل د حكومت د معاشي پرمختګ د اقداماتو محور اولس دے۔ ده ووئيل د پاور ډويژن وفاقي وزير اوېس احمد خان لغاري هم په دې پېكج د ستائنې وړ دے

مزید خبریں