اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د پولېنډ خپل همڅنګ دوره پاكستان لپاره مهمه ګرځولو سره ووئيل د پاکستان او پولینډ ترمېنځه د تجارتي او اقتصادي مرستې لا پراخه كولو بلها صلاحيت موجود دے ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلاويو په كچه د خبرو په مهال ډلو د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو اتفاق كړے دے٬ پاکستان پولینډ ته په …
پاکستان او پولینډ د تجارتي او اقتصادي مرستې لا پراخه كولو بلها صلاحيت لري: د نائب وزیراعظم اسحاق ډار د پولینډ خارجه وزير رادوساٶ سکورسکي سره د ګډې پرېس كنفرنس ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د پولېنډ خپل همڅنګ دوره پاكستان لپاره مهمه ګرځولو سره ووئيل د پاکستان او پولینډ ترمېنځه د تجارتي او اقتصادي مرستې لا پراخه كولو بلها صلاحيت موجود دے ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلاويو په كچه د خبرو په مهال ډلو د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو اتفاق كړے دے٬ پاکستان پولینډ ته په اروپائي ائتلاف كښې د اهم شراكتدار په توګه ګوري٬ د دواړو هېوادونو اړيكې به لا قوي كوٶ او په ګڼ اړخيزه فورمز به مرسته جاري ساتو٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلاويو په كچه د خبرو په مهال ډلو د دوه اړخيزه مرستې په لا زياتولو اتفاق كړے دے۔ د زيارت په ورځ په خارجه دفتر كښې د پولېنډ نائب وزيراعظم او خارجه وزير رادوسواف سکورسکي سره ګډ خبري کنفرنس ته د وېنا په مهال ده ووئيل چې د پلاويو په كچه د خبرو په مهال د پاكستان او پولينډ د دوه اړخيزه اړيكو جاج اخستې شوې كومې چې په مثبت سمت كښې روانې دي۔ اسحاق ډار ووئيل زمونږ د دوه اړخيزه تجارت حجم د يو بلين ډالرو نه زيات دے او دواړو ډلو په دې خبره سلا كړې چې تجارتي او اقتصادي مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره بلها صلاحيت موجود دے۔ ده ووئيل چې پاکستان او پولينډ تجارت، توان، بنيادي اډانه ، دفاع، د ترهګرۍ مخنيوي، سائنس او ټيکنالوجي او په تعليم كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولو ته سلا شويدي۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار د جمو و كشمير او د فلسطين د اوږدې مودې حل طلب مسلئې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د حل كولو په ضرورت زور راٶړو۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په خارجه وزارت كښې د مفاهمت په يادداښتونو (ايم او يو) لاسليك شوې چې مقصد ئې دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركول دي۔ده ووئيل په اسلام آباد كښئ انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز او د پولېنډ انسټي ټيوټ آف انټرنيشنل افيئرز ترمېنځه همكارۍ لپاره اېم او يو لاسليك شوې۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار د پولېنډ خپل همڅنګ هركلي كولو سره ووئيل دا د دوي د پاكستان دوېمه دوره ده د دې نه وړاندې دوي په كال 2011 كښې د پاكستان دوره كړې وه۔ سينيټر اسحاق ډار ووئيل پاکستان پولېنډ سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ ده د پولينډ د آزادۍ هلې ځلې مثالي ګرځولو سره ووئيل چې پاکستان او پولينډ ځانګړې تاريخي تعلق لري، د دوهم عظيم جنګ په مهال د پولېنډ زرګونو كډوالو په کراچۍ او کوئټه كښې پناه اخستې وه۔ ده د پاك فضائيه په بنياد كېښودو كښې د پولينډ د پائلټس او انجينئرز د كردار تذكره كولو سره د ھغوي ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چې په دې مشتركه تاريخي تناظر كښې پاکستان پولينډ ته په اروپائي ائتلاف كښې د يو اهم شراكتدار په توګه ګوري۔ نائب وزيراعظم ووئيل زه خوشحاله يم چې پولېند د يو ټريلين ډالرو معيشت جوړېدو لپاره اقتصادي پيشرفت كړے دے۔ ده د هيله ښكاره كړه چې د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه اړيكې به لا قوي شي او په ګڼ اړخيزه فورمز به مرسته دوامداره وي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د پولېنډ خپل همڅنګ دوره پاكستان لپاره اهمه ګرځولو سره ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلاويو په كچه د خبرو په مهال ډلو دوه اړخيزه مرسته زياتولو لپاره اتفاق كړے دے۔ د پولېنډ نائب وزیراعظم په دې موقع ووئيل چې پولېنډ كښې د پاكستانيانو شمېر د تېرو څو كالو راهسې زياتېږي٬ نزدې دوه زره پاكستانيان دي چې پكښې څلورمه برخه د زده كوٶنكو ته٬ د پولېنډ پوهنتونونه د پاكستان په ځوانانو او صلاحيت لرونكي اولس كښې مقبولې دي، هيله لرو چې د دوي دا تجربه به د اولس نه اولس ترمېنځه د حقيقي سفارت كارۍ د بنياد په توګه كار وكړي، پولینډ قانوني كډه كوٶنكو او د زده كوٶنكو تعليم لپاره اوپن دے۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د خپلواكه او سيمه ايزې سلاميتا په اړه مشتركه نقطه نظر لري۔ ده ووئيل چې پولېنډ په يوكرائن كښې د اوږدې مودې امن ملاتر كښې ثابت قدم دے او د امن د ټولو هلو ځلو هركلے كوي خو دا د ملګرو ملتونو په چارټر او بايد په نړيوال قانون اډانه وي٬ د غزه په اړه ده ووېيل چې پولینډ د څو لسيزو راهسې فلسطین تسلیم کړے دے او مونږ دا ګڼو چې په مېنځني ختيز كښې دوه پخوانو قامونو لپاره يو بل سره په عزت او امن سره دوه رياستي حل پكار دے ۔ د پولینډ نائب وزیراعظم په دې خبره زور راٶړو چې پولینډ په مستحکم او خوشحاله سوئيلي آسياء كښې خوښي لري او مونږ په سيمه ايزه او نړيواله كچه د پاکستان د ھغه ټولو هلو ځلو هركلے كوٶ كومې چې د دې مقصد په ترلاسه كولو كښې مرستيالې دي











