اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې وفاقي حکومت د ملکي او غېر ملکي سرمايه کارو يو ډول ډاډګيرنه كوي٬ په نوي كاروبار كښې رامخې ته خنډان او مسئلې حل كول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي ٬ برآمدات زياتول او نوې صنعتونه جوړولو سره د معيشت مثبت اشاريے د اوږدې مودې په معاشي پرمختګ كښې پرمختګ كښې بدلېدې شي۔ د زيارت په …
وفاقي حکومت د ملکي او غېر ملکي سرمايه کارو يو ډول ډاډګيرنه كوي٬ نوي كاروبار كښې رامخې ته خنډان او مسئلې حل كول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ د وزيراعظم شهباز شريف صنعتي او کاروباري شخصياتو سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې وفاقي حکومت د ملکي او غېر ملکي سرمايه کارو يو ډول ډاډګيرنه كوي٬ په نوي كاروبار كښې رامخې ته خنډان او مسئلې حل كول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي ٬ برآمدات زياتول او نوې صنعتونه جوړولو سره د معيشت مثبت اشاريے د اوږدې مودې په معاشي پرمختګ كښې پرمختګ كښې بدلېدې شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده دا خبرې د معيشت او صنعت بېلا بېلو څانګو صنعتي او کاروباري شخصياتو سره وكړې كومو چې دوي سره ملاقات كولو۔ په ملاقات كښې د معيشت او صنعت په بېلا بېلو څانګو كښې نمائندګانو خپلې اړوند مسئلې او بېلو حكومتي اقداماتولپاره سفارشات وړاندې كړل٬ په ملاقات كښې د هېواد معيشت كښې بهترۍ او په سرمايه کارۍ كښې اضافې لپاره د کاروباري شخصياتو لخوا د وړاندې كړې شوې سفارشاتو جاج واخستې شو۔ په ملاقات كښې وفاقي وزيران اورنګزيب، سردار اويس احمد خان لغاري، احد خان چيمه، حنيف عباسي، عطاء تارړ، جام کمال، رانا تنوير حسېن، شزا فاطمه خواجه، د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني او د اړوند وزارتونو سركاري افسرانو ګډون وكړو۔ وزيراعظم د ټولو نمائندګانو د سفارشاتو په تناظر كښې د بهترينې لائحې ترتيب كولو امر جاري كړو دغسې چې د هېواد معيشت د کاروباري شخصياتو په مرسته د اوږدې مودې پرمختګ او په مثبت پلو روان كړې شي۔ کاروباري شخصياتو په بېلو څانګو كښې د حکومتي اقداماتو له مخې د مېکرو اکنامک استحکام ستائنه كولو سره ووئيل په دې مثبت سمت كښې نور موثره كار كولو سره په هېواد كښې معاشي صورتحال سرمايه کارۍ لپاره لا ښه جوړېدې شي۔ وزيراعظم ووئيل وفاقي حکومت د ملکي او غېر ملکي سرمايه کارو يو ډول ډاډګيرنه كوي٬ په نوي كاروبار كښې رامخې ته خنډان او مسئلې حل كول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده ووئيل چې د هېواد مثبت معاشي اشاريې د قامي ترقي او خوشحالۍ په صورت كښې اولس ته رسولو لپاره وفاقي حكومت او ټولې اړوند ادارې شپه او ورځ محنت كوي۔ وزيراعظم ووئيل په نړيواله كچه تجارت سره د مصنوعاتو تياري او په پيداواري څانګه كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره حكومت موثره اقدامات كوي، معاشي پرمختګ لپاره په نړيواله كچه د كمپنو د سرمايه كارۍ نه علاوه د هېواد د صنعتونو ودې له بشپړ كار روان دے











