اسلام آباد 23 اكتوبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري بېګم نصرت بھټو ته د ھغې په 14م تلين پېرزوئنې وړاندې كولو سره په هېواد كښې جمهوريت لپاره په هلو ځلو كښې د هغې د جرات او د قدر وړ خدماتو ستائنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت ووئيل بېګم نصرت بھټو په ستونزمندو حالاتو كښې د ثابت قدمۍ …
د بېګم نصرت بھټو حوصله او استقامت قام لپاره د لارې مشال دے۔ صدر مملكت آصف علي زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد 23 اكتوبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري بېګم نصرت بھټو ته د ھغې په 14م تلين پېرزوئنې وړاندې كولو سره په هېواد كښې جمهوريت لپاره په هلو ځلو كښې د هغې د جرات او د قدر وړ خدماتو ستائنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت ووئيل بېګم نصرت بھټو په ستونزمندو حالاتو كښې د ثابت قدمۍ او عزم څرګندونه كړې، د بېګم نصرت بھټو حوصله او استقامت قام لپاره د لارې مشال دے٬ ده ووئېل ارواښادې شهيد ذوالفقار علي بھټو سره د جمهوريت په هلو ځلو كښې ځانګړے كردار لوبولے او په تحمل او عزم يې د تحريك مشري كړې۔ صدر مملكت ووئيل د بېګم نصرت بھټو استقامت قام له جمهوري اصولو په ځاے ساتلو او زياتې جامع ټولنې لپاره د كار كولو ترغيب وركوي۔ صدر مملكت په دې موقع د ارواښادې لوړو درجو لپاره دعا وكړه











