ملګري ملتونه ۔23 اکتوبر(اے پی پی)پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل زور راوړے دے چې هغه دې په سوريه لګولې شوې بندېزونو كښې نرمي وكړي دغسې چې د 14 كالو تباهي خپرونكې خانه جنګۍ څخه وروستو په هېواد كښې د امن او استحكام لاره هواره كړې شي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان لنډ مهاله استازي عثمان جدون تېره ورځ 15 كسيزه كونسل ته خطاب كښې وكړه۔ …
ملګري ملتونه دې د سوريه په سياسي منتقلۍ كښې مرستې لپاره بنديزونه نرم كړي: پاكستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔23 اکتوبر(اے پی پی)پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل زور راوړے دے چې هغه دې په سوريه لګولې شوې بندېزونو كښې نرمي وكړي دغسې چې د 14 كالو تباهي خپرونكې خانه جنګۍ څخه وروستو په هېواد كښې د امن او استحكام لاره هواره كړې شي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان لنډ مهاله استازي عثمان جدون تېره ورځ 15 كسيزه كونسل ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل اقتصادي بحالۍ ٬ بيا ودانۍ او انضمام له په سوريه لګولې شوې بندېزونو كښې د نرمۍ په اهميت زور راوړؤ۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې د سوريه حكمراني دې بهتره كړې شي دغسې چې هدفونه ترلاسه كولو له كوټلې نتيجې رامخې ته شي۔ پاكستاني استازي ووئيل چې په دې وروستيو كښې د سوريه د پيپلز اسمبلۍ ټاكنې كېدل په هېواد كښې د سياسي عمل ودې او د رياستي ادارو بحالۍ پلو يو مثبت ګام دے۔ ده هيله ښكاره كړه چې په كومو سيمو كښې د امنيتي مسئلو د لاسه ټاكنې وځنډولې شوې دغه سيمې به ډېر زر د ټاكنو كولو جوګه كړې شي دغسې چې په ټول هېواد كښې بشپړه سياسي شموليت ممكن شي۔ ده ووئيل د شامی ډېموکرېټک فورسز (اېس ډی اېف) او مرکزی حکومت ترمينځه اوسنۍ لوظنامه يو مهم پېشرفت دے۔ ده د غېر ملكي ترهګر جنګيالو موجودګۍ سره د اړوندو اندېښنو لرې كولو له په بېلو اصلاحاتو زور راوړو په كومو كښې چې د جنګيالو غېر مسلح كول ٬ د جنګيالو ويستل او په ټولنه كښې يو وارې شموليت (ډي ډي آر) اصلاحات شامل دي۔ ده ووئيل د مركزي حكومت د اختيار دائره دې د هېواد ټولو برخو په خاص توګه سوېدا ٬ حلب او دير الزور ته وغزولې شي دغسې چې د امن وضعه ښه كړې شي۔ ده د سوريه اولس سره د پاكستان د يووالي پخلي كولو سره ووئيل د ګډو قومي هڅو او نړيوالې ورورولۍ لازمي ملاتړ د لارې به سوريه د يو مضبوط ٬ سولييز او سوكاله هېواد په توګه رامخے ته شي۔ پاكستاني استازي ووئيل چې پاكستان به د سوريه د اولس د خود مختار پرېكړو احترام كولو سره د شامي عمل ملاتړ روان ساتي









