هاکي د قامي وياړ او د پاکستان د شناخت علامت ده،د هاکۍ بحالۍ او ودې لپاره به حکومت هر ممکن مرسته كوي۔د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د هاکۍ ودې او بحالۍ په اړه غونډه

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي هاکي قامي وياړ او د پاکستان د شناخت علامت ده،د هاکۍ بحالۍ او ودې لپاره به حکومت هر ممکن مرسته كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د هاکۍ ودې او بحالۍ په اړه د غونډي مشري كولو سره وكړه۔د خارجه دفتر د اړخه جاري بيان له مخې په غونډه …

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي هاکي قامي وياړ او د پاکستان د شناخت علامت ده،د هاکۍ بحالۍ او ودې لپاره به حکومت هر ممکن مرسته كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د هاکۍ ودې او بحالۍ په اړه د غونډي مشري كولو سره وكړه۔د خارجه دفتر د اړخه جاري بيان له مخې په غونډه كښې د بين الصوبائي رابطه وفاقي وزير رانا ثناء الله ، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، ډائريکټر جنرل پاکستان سپورټس بورډ او د پاکستان هاکي فيډريشن سيکريټري او نائب صدر پشمول سينئر چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پاکستان په نړيواله هاكۍ كښې تاريخي عظمت بحالولو له په لاندې كچه د لوبو ودي ، جديد کوچنګ نظام، ښه انفراسټرکچر وركولو او په ميرټ اډانه لوبغاړو پرمختګ په شان په اقدامات تفصيلي غور وشو۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير ووئيل د پاکستان د هاكۍ ښه دور بحالۍ لپاره كوټلي منصوبه بندۍ ته اړتيا ده۔ده اړوندو ادارو ته سپارښتنه وكړه چې د هاکۍ پرمختګ او ځوانانو شموليت ته ودې وركولو لپاره يو كوټلې روډ ميپ زر تر زره جوړ كړي۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې حکومت د هاکۍ پشمول ټولو قامي لوبو ودې له لوظي دے او په دې لړ كښې ټول ضروري وسائل به كارولې شي

مزید خبریں