د پاکستان د موقف په نړيوالې ميډيا تائيد،افغانستان څخه د جنګ بندۍ دارومدار د پولې پورې غاړه ترهه ګرۍ په مخنيوي دے

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان موقف په نړيوالې ميډيا كښې تائيد شوے، افغانستان څخه د جنګ بندۍ دارومدار د پولې پورې غاړه د تره هګرۍ په مخنيوي دے، افغانستان د اړخه د پولې پورې غاړه څخه د ترهه ګرۍ د پاکستان موقف په نړيواله كچه منلے شوے۔تفصيلات له مخې سعودي عرب ، ترکيې او قطر جنګ بندۍ لپاره هڅي هم د پاکستان د موقف تائيد كوي۔د …

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان موقف په نړيوالې ميډيا كښې تائيد شوے، افغانستان څخه د جنګ بندۍ دارومدار د پولې پورې غاړه د تره هګرۍ په مخنيوي دے، افغانستان د اړخه د پولې پورې غاړه څخه د ترهه ګرۍ د پاکستان موقف په نړيواله كچه منلے شوے۔تفصيلات له مخې سعودي عرب ، ترکيې او قطر جنګ بندۍ لپاره هڅي هم د پاکستان د موقف تائيد كوي۔د دفاع وزير محمد آصف رائټرز سره مركه د اهميت ترمخه د غير ملکي ميډيا ادغا رامخې ته كوي۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف رائټرز سره مركه كښې وئيلي وو د پاك افغان جنګ بندۍ لوظ نامې انحصار د افغان طالبانو د اړخه د ترهه ګرۍ په ختمولو دے ۔پاکستان، افغانستان، ترکيې او قطر لاس ليك شوې لوظ نامه كښې واضحه كړې چې كومه هم دراندازي به نه كيږي۔ فتنه الخوارج افغان طالبان سره په ګډه د پولې پورې غاړې څخه په پاکستان بريد كولو لپاره كار كوي۔د دفاع وزير وئيلي وو زمونږ د جنګ بندۍ لوظ نامه تر هغه وخت ده تر څو چې كومه خلاف ورزي نه كيږي

مزید خبریں