نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه،د ميرمنو په اړه د 9م او آئي سي وزارتي کنفرنس د چمتوالي نيولو جاج

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه وشوه چې پكښې د ميرمنو په اړه د 9م او آئي سي وزارتي کنفرنس د چمتو والي نيولو جاج واخستلے شو كوم چې د كال 2026ء په وړومبو كښې پاکستان كښې كيږي۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت وياند له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار …

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه وشوه چې پكښې د ميرمنو په اړه د 9م او آئي سي وزارتي کنفرنس د چمتو والي نيولو جاج واخستلے شو كوم چې د كال 2026ء په وړومبو كښې پاکستان كښې كيږي۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت وياند له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار راروان کنفرنس کاميابولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو او او آئي سي فريم ورك ترمخه د ميرمنو چارو ته د ودې وركولو په اهميت يې زور راوړو۔ده صنفي مساوات او د ميرمنو خپلواكه كولو وده كښې د پاکستان فعاله کردار رامخې ته كولو سره د او آئي سي سره نزدې مرستي په حاجت زور راوړو دغسې چې شريك اهداف سر كړې شي۔په غونډه كښې وفاقي د قانون وزير او آئي ټي و ټيلي کميونيکيشن وزيرې، د خارجه چارو خاص مرستيال،خاص مرستيال طارق باجوه، کابينه ډويژن، بشري حقونو او د اطلاعات سيکريټريز، او آئي سي كښې د پاکستان مستقل استازي او خارجه او د بشري حقونو وزارت سينئر چارواكو ګډون وكړو

مزید خبریں