اسلام آباد 22 اكتوبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت تر سېوري لاندې قامي علماء او مشائخ كونسل په اسلام كښې محراب او منبر د ټولنې اصلاح، ديني تعليم او فكري لارښودنې بنيادي ذريعه ګرځولو سره وئيلي دي علمائے كرام او مشائخ عظام د ټولنې د غوره كردار او د قام فكري او روحاني لارښود دي٬ انتها پسندي، ترهګري او كركه ايز ماحول په هېواد لكه د ګوڼ لګيا …
علمائے كرام او مشائخ عظام د ټولنې غوره كردار او د قام فكري او روحاني لارښود دي٬ د اسلامي نړۍ اتحاد٬ قامي يووالي او د امن په اړه اسلامي تعليمات ته دې وده وركرې شي۔ د قامي علماء او مشائخ كونسل اعلاميه

مزید خبریں
اسلام آباد 22 اكتوبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت تر سېوري لاندې قامي علماء او مشائخ كونسل په اسلام كښې محراب او منبر د ټولنې اصلاح، ديني تعليم او فكري لارښودنې بنيادي ذريعه ګرځولو سره وئيلي دي علمائے كرام او مشائخ عظام د ټولنې د غوره كردار او د قام فكري او روحاني لارښود دي٬ انتها پسندي، ترهګري او كركه ايز ماحول په هېواد لكه د ګوڼ لګيا دے٬ د دې ماحول خاتمې لپاره دې د اسلامي نړۍ اتحاد٬ قامي يووالي او د امن په اړه اسلامي تعليمات ته وده وركرې شي۔ د شورو په ورځ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف په مشرۍ كښې د قامي علماء او مشائخ كونسل د دوېمې غونډې نه وروستو د مذهبي چارو وزارت څخه جاري د كونسل اعلاميه له مخې علماء او مشائخ كونسل په اسلام كښې محراب او منبر د ټولنې اصلاح، ديني تعليم او فكري لارښودنې بنيادي ذريعه ګرځولو سره ووئيل علمائے كرام او مشائخ عظام د ټولنې غوره كردار او د قام فكري او روحاني لارښود دي٬ انتها پسندي، ترهګري او كركه ايز ماحول په هېواد لكه د ګوڼ لګيا دے٬ د دې ماحول خاتمې لپاره دې د اسلامي نړۍ اتحاد٬ قامي يووالي او د امن په اړه اسلامي تعليمات ته وده وركرې شي۔ په اعلاميه كښې ووئيل شول اسلام يو عالمګير مذهب دے، د خطبه حجة الوداع په موقع چې نبي اكرمۖ كوم اصول او قواعد بيان كړي ھغه به تر قيامته نړۍ لپاره رڼا او د هدايت مينار وي٬ مونږ له دا رهنما اصولو بيانول او عمل كولو ته اړتيا ده۔ په اعلاميه كښې ووئيل شول نننۍ اجتماع په دې خبره سلاح شوې چې مونږ له په دې اصولو عمل كولو سره هېواد د خېرښګرې او امن مركز جوړولو لپاره خپل كردار لوبول پكار دي۔ په اعلاميه كښې د انتها پسندي، ترهګري٬ كركه ايز ماحول ختمولو لپاره د اسلامي نړۍ په اتحاد٬ قامي يووالي او د امن په اړه د اسلامي تعليمات په وده زور راوړلے شو، نننۍ دا اجتماع د هند او افغانستان لخوا په خوږ هېواد د جارحيت سخته غندنه كوي او په معركه حق كښې په لويه بريا وزيراعظم شهباز شريف ، فيلډ مارشل، د وسله والو ځواكونو مشرانو٬ ځوانانو او ټول قام ته پپرزوئنې وړاندې كولو سره د دې خبرې څرګندونه وكړه چې د پاكستان علمائے كرام او مشائخ عظام خپل پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دي او د هېواد ملت لپاره به د هر ډول قربانۍ نه ډډه نه كوي۔ په غونډه كښې په ګډون كوٶنكو علما او مشائخو كښې مولانا عبدالغفور حيدري، مولانا محمد ياسين ظفر، علامه افضل حسين حيدري، پير چراغ الدين شاه، پير فياض الحسن، مولانا عزيز الرحمٰن، مولانا حافظ بشارت احمد، پير انور جنيد شاه، اسلام آباد څخه مولانا عتيق الرحمٰن شاه، مولانا هارون رشيد، مفتي ضمير احمد ساجد، مفتي عبدالسلام جلالي، پنجاب څخه ډاكټر حافظ عبدالكريم، مولانا ډاكټر راغب حسين نعيمي، علامه عارف واحدي، پروفيسر ډاكټر سجاد قمر، مفتي نعيم احمد نوراني، سندھ څخه مفتي ابوبكر محي الدين، قاري خليل الرحمٰن جاويد، مولانا قاري عثمان، ډاكټر عزير محمود الازهري، شاه اويس نوراني، مفتي فيروز الدين هزاروي، خېبر پښتونخوا څخه ډاكټر احمد علي سراج، مولانا طيب قريشي، قاري محبوب الرحمن، مولانا عمر عبدالعزيز، علامه رمضان توقير، مولانا عبدالحق ثاني، ډاكټر شمس الرحمٰن، بلوچستان څخه مولانا انوار الحق حقاني، علامه سيد هاشم موسوي، آزاد جمو و كشمير څخه حافظ طارق، محمود مولانا مفتي سعيد يوسف مولانا دانيال مدني ،مفتي سيد كفايت حسين نقوي ،حافظ طاهر محمود اشرفي او احمد علي سيروهي شامل وو











