د آذربائیجان او وزیراعظم یوتھ پروګرام ترمينځه د تفاهم يادښت لاس ليك شو ٬ دوه اړخيزه مرسته به لا پراخه كولې شي: رانا مشهود احمد خان

اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان سره د آذربائیجان سفیر ملاقات وكړو په كوم كښې چې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د شورو په ورځ وزيراعظم يوتھ پروګرام څخه د جاري شوي بيان له مخې چيئرمېن مشهود احمد خان ووئيل آذربائیجان اولنے هېواد دے كوم سره چې وزیراعظم یوتھ پروګرام ایم او یوز لاس ليك كړې دي۔ د وزيراعظم …

اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان سره د آذربائیجان سفیر ملاقات وكړو په كوم كښې چې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د شورو په ورځ وزيراعظم يوتھ پروګرام څخه د جاري شوي بيان له مخې چيئرمېن مشهود احمد خان ووئيل آذربائیجان اولنے هېواد دے كوم سره چې وزیراعظم یوتھ پروګرام ایم او یوز لاس ليك كړې دي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په موجودګۍ كښې د آذربائیجان د يوتھ اېنډ سپورټس وزارت او د وزيراعظم يوتھ پروګرام ترمينځه د تفاهم يادښتونه لاس ليك شوې وو۔ رانا مشهود احمد خاں ووئيل بهترۍ او ترقۍ لپاره به مونږ له نور عملي ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل نوې اهدف او معيار ټاكلو سره به همكاري نوې بامونو ته رسولې شي۔ په دې موقع د آذربائیجان سفير ووئيل مونږ په دې خوشحاله يوو چې وزيراعظم او يوتھ پروګرام خپلو كښې تړون لري۔ زمونږ ځوانان دې زمونږ له ملګرتيا څخه نور هم خبر كړې شي۔ دواړو ووئيل د دواړو هېوادونو ګډ یوتھ کلچر او د خصوصي د تعليم موقعو تر مخه دې د ځوانانو ترمينځه تړون لا مضبوط كړے شي ٬ دغسې ځوانانو لپاره دې نوې فرصتونه رامخې ته كړې شي

مزید خبریں