د ائیر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د رومانيه خپل ھمڅنګ سره ملاقات

پېنډۍ ۔22 اکتوبر(اے پی پی) د پاك هوائي پوځ ائیر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د رومانيه سركاري دورې په مهال د رومانيه هوائي پوځ مشر لېفټېننټ جنرل لیونارډ ګېبریل بارابوئی سره ملاقات وكړو۔ د دورې په مهال دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو او د دواړو پوځونو ترمينځه د همكارۍ زياتولو موقعو ته خصوصي پاملرنه وكړې شوه۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري …

پېنډۍ ۔22 اکتوبر(اے پی پی) د پاك هوائي پوځ ائیر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د رومانيه سركاري دورې په مهال د رومانيه هوائي پوځ مشر لېفټېننټ جنرل لیونارډ ګېبریل بارابوئی سره ملاقات وكړو۔ د دورې په مهال دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو او د دواړو پوځونو ترمينځه د همكارۍ زياتولو موقعو ته خصوصي پاملرنه وكړې شوه۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د رومانیه فضايه هېډ كوارټر ته په رسېدو د رومانيه د هوائي پوځ يوې چټك ډلې ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ وروستو ائیر چیف لېفټېننټ جنرل لیونارډ ګېبریل بارابوئی سره په ګډو فضائي مشقونو ٬ تبادله پروګرامونو او نورو اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې مهال د سيمه ايزې سلامتيا په روانه وضعه هم خبرې وشوې۔ لېفټېننټ جنرل لیونارډ ګېبریل بارابوئی د هندي جارحيت په ضد په اوسنيو كاميابو د پاك فضائيه د پېشه ورې پوهې ستائنه وكړه۔ هغه د پاک فضائیه فضائيه د كاميابو اعتراف هم وكړو۔ دوئي په ګډو فضائي دفاعي چېلنجونو قابو موندلو له د مضبوط اداره جاتي مېكانزم په جوړولو اتفاق وكړو۔ دوئي د دواړو هېوادونو ترمينځه همكارۍ ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه هم وكړه او په عصري اېرو اسپېس ټېکنالوجیز كښې يۍ د دفاعي صنعت د همكارۍ عملي كولو امكانات جاج واغست۔ د چیف آف دی ائیر سټاف د رومانیه دا دوره د پاكستان او رومانيه په پوځي اړيكو كښې يو مهم سنګ ميل په ګوته وي كوم چې په تندۍ سره رامخې ته كېدونكي امنيتي چاپېريال كښې امن ٬ پرمختګ او پوځي همكارۍ لپاره د دواړو هېوادونو تلپات عزم په ډاګه كوي

مزید خبریں