د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د قطر سفير ملاقات ٬ د كركيلې څانګه كښې د همكارۍ په وده ٬ د ورورولۍ اړيكو په معاشي شراكت دارۍ د بدلولو په امكانات د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره په پاكستان كښې د قطر سفير علي بن مبارك الخاطر ملاقات وكړو۔ په دې ملاقات كښې د كركيلې څانګه كښې د همكارۍ په وده او د ورورولۍ اړيكو په معاشي شراكت دارۍ د بدلولو په امكانات د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د شورو په ورځ د نېشنل فوډ سکیورټي لخوا د جاري شوي بيان …

اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره په پاكستان كښې د قطر سفير علي بن مبارك الخاطر ملاقات وكړو۔ په دې ملاقات كښې د كركيلې څانګه كښې د همكارۍ په وده او د ورورولۍ اړيكو په معاشي شراكت دارۍ د بدلولو په امكانات د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د شورو په ورځ د نېشنل فوډ سکیورټي لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير د قطر سفير هركلي كولو سره ووئيل د پاکستان او قطر ترمينځه د ورورولۍ ژورې اړيكې شته كومې چې په ګډ باور احترام او اقدارو اډانه دي۔ ده ووئيل پاكستان په هر سخت وخت كښې قطر سره ولاړ پاتې شوے ۔ رانا تنویر حسېن په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د نزدې سفارتي او كلتوري اړيكو باوجود د كركيلې په څانګه كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه همكاري محدود ده او د پاكستان د كركيلې برآمدات قطر ته په منطقه كښې د نورو هېوادونو په خاص توګه د هند په مقابل كښې زيات كم دي۔ رانا تنویر حسېن د قطر سفیر د پاكستان نوې زرعي مصنوعات څخه خبر كړو۔ ده ووئيل زمونږ حكومت قطری سرمایه كارو ته د پاكستان په زرعي څانګه كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركوي۔ د قطر سفير علي بن مبارك الخاطر په زړه پورې هركلي د وفاقي وزير مننې كولو سره پاكستان سره د اړيكو لا مضبوطولو د عزم پخلے وكړو۔ دواړو اړخونو په دې خبره اتفاق وكړو چې د كركيلې په څانګه كښی همكارۍ لپاره به په يو مفاهمتي يادښت كار وكړے شي او په تجارتي كچه (بی ټو بی) اړيكې به لا مضبوطې كړې شي۔

مزید خبریں