اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د پاکستان موجوده اقتصادي تګلاره په ټېكس نظام٬ توان٬ نجكارۍ او د سركاري ماليات په څانګه كښې په ډهانچه جاتي اصلاحات اډانه ده او د دې مقصد تل پاتې او مسابقتي معيشت جوړول دي، د المان سرمايه كارو او کاروباريانو له پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفاده كول پكار ده، د ښه كېدونكي …
بايد د المان سرمايه كار او كاروباريان پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفاده وكړي۔ د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب د المان پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د پاکستان موجوده اقتصادي تګلاره په ټېكس نظام٬ توان٬ نجكارۍ او د سركاري ماليات په څانګه كښې په ډهانچه جاتي اصلاحات اډانه ده او د دې مقصد تل پاتې او مسابقتي معيشت جوړول دي، د المان سرمايه كارو او کاروباريانو له پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفاده كول پكار ده، د ښه كېدونكي اوپن معيشت بنيادي اشارې، مثبت جغرافيائي سياسي حالات او اروپا٬ چين، امريکا او د خليجي هېوادونو پشمول كليدي شراكتدارو سره بيا د سره اړيكې٬ نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كارو او كارووباري شراكتدارو لپاره سازګار ماحول پېدا كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاکستان كښې د المان سفيرې اينا ليپل په مشرۍ كښې د المان سرمايه كارو او سوداګرو پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع د خزانې وزير د اوپن اكانومي استحكام٬ د انفراسټركچر اصلاحات او سوداګرو او سرمايه كارو ته سهولت كارۍ لپاره د حكومت د پوخ عزم پخلے وكړو۔ په ملاقات كښې د خزانې وزير ووئيل حكومت مالي او د بهرني استحكام بحالۍ كښې پرله پسې پېشرفت كړے دے، د پاکستان کرنسي مستحکمه ده، افراطِ زر كښې واضحه کمے راغلے دے او نړيوالو مالياتي ادارو كرېډټ رېتنګ كښې بهتري راوستې ده چې په سبب ئې په حكومتي اقدامات او پېشرفت د نړيوال باور عكاسي كېږي











