مېندې دې د برېسټ كېنسر درملنې نه ډډه ونه كړي۔ سيد مصطفيٰ کمال

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي مېندې دې د برېسټ كېنسر درملنې نه ډډه ونه كړي ٬ هر كال د برېسټ كېنسر په سبب يو نيم لك مېندې مري۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د"بريسټ کينسر ويك" په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه٬ د يو نيم لك مېندو په بچ كولو يو نيم لك كورنۍ بچ …

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي مېندې دې د برېسټ كېنسر درملنې نه ډډه ونه كړي ٬ هر كال د برېسټ كېنسر په سبب يو نيم لك مېندې مري۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د”بريسټ کينسر ويك” په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه٬ د يو نيم لك مېندو په بچ كولو يو نيم لك كورنۍ بچ كېدې شي۔ ده ووئيل دا يو داسې رنځ دے چې په وخت تشخيص او درملنې سره انسان د رنځو ځان بچ كېدے شي۔ ده ووئيل مېرمنې دې د برېسټ كېنسر په سنټر كښې وړيا سكريننګ وكړي٬ په پېمز كښې د سكريننګ سنټر پرانسته شوې ده، ده ووئېل د برېسټ كېنسر په فري سكريننګ كښې پمز د پاكستان يوازنۍ اداره جوړه شوې ده ۔ وفاقي وزير مصطفيٰ کمال ووئيل د دې رنځ په ضد جنګ د خبرتيا د لارې ګټلے كېدے شي٬ مونږ له خپلې لوڼه٬ خوېندې او مېندې د دې مرګوني رنځ نه بچ كول دي او د غمژنو مرسته كول د ثواب كار دے۔

مزید خبریں