صدر آصف علي زرداري پاکستان نيوي له د نشه اي توكو مخنيوي په كاميابه كاروائۍ مباركي وركړه

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د سعودي قيادت سره په ګډه د مېري ټائم ټاسك فورس له مخې شوې كاروائۍ د شريكې مرستې يو غوره مثال ګرځولو سره وئيلي دي د پاکستان نيوي دا كارنامه د قامي وياړ او وظيفائي پوهې ځالانده مثال دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شورو په ورځ جاري بيان له مخې صدر مملکت د پاکستان نيوي …

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د سعودي قيادت سره په ګډه د مېري ټائم ټاسك فورس له مخې شوې كاروائۍ د شريكې مرستې يو غوره مثال ګرځولو سره وئيلي دي د پاکستان نيوي دا كارنامه د قامي وياړ او وظيفائي پوهې ځالانده مثال دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شورو په ورځ جاري بيان له مخې صدر مملکت د پاکستان نيوي يرموك بېړۍ له د نشه اي توكو په ضد په كاميابه كاروائۍ مباركي وركولو سره ووئيل د يرموك کاميابي د منطقې امن او استحكام لپاره د پاكستان نېوي د عزم څرګندونه ده۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل د نشه اي توكو مخنيوي دا لويه كاروائي نړيوال امن او سمندري سلامتيا لپاره د پاکستان کردار رامخې ته كوي۔ صدرِ مملکت د سعودي په قيادت كښې د مشتركه ميري ټائم ټاسك فورس له مخې شوې كاروائي د شريكې مرستې ښه مثال وګرځولو ۔ ده د نيول چيف اېډمرل نويد اشرف او د يرموك عملې زړه پورې کاميابۍ ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ صدر مملکت ووئيل د پاکستان نيوي کردار په نړيواله كچه د پاكستان عزت او مضبوط تشخص قوي كوي۔

مزید خبریں