اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزیر سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي د مصر د اړخه د داروګانو عطیه سره به پاکستان كښې د هیپاټائټس سي په ضد روان كمپائن ته نه يواځې وده ترلاسه شي بلكه د صحت عامه په څانګه كښې د نړيوالې شراکت دارۍ نوې باب هم پېل شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د هیپاټائټس سي خاتمې …
د مصر څخه د دارګانو عطیه سره به د تور زيړي په ضد كمپائن مستحکم ، د صحت عامه څانګه كښې د نړيوالې شراکت دارۍ نوي باب پېل شي۔ د صحت وزیر مصطفیٰ کمال

مزید خبریں
اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزیر سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي د مصر د اړخه د داروګانو عطیه سره به پاکستان كښې د هیپاټائټس سي په ضد روان كمپائن ته نه يواځې وده ترلاسه شي بلكه د صحت عامه په څانګه كښې د نړيوالې شراکت دارۍ نوې باب هم پېل شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د هیپاټائټس سي خاتمې پروګرام ترمخه د مصر د اړخه د داروګانو عطیه كولو په موقع دستوري ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل مصر د تور ديړي خاتمې پروګرام ترمخه مثالی کامیابی ترلاسه كړي،دا کامیابی د ټولي نړۍ لپاره رول ماډل ده ، پاکستان هم دغې ماډل څخه د زدكړې خپل قامی اهداف سر كولو له لوظي دے۔ده ووئيل پاکستان او مصر تاریخي او د ورورولۍ اړيكي لري او د مصر حکومت انسان دوست اقدام د ستائنې وړ دے۔د صحت وزير مصطفیٰ کمال ووئيل پاکستان هم د دغې ماډل څخه زدكړه كولو سره خپل قامي اهداف سر كولو له لوظي دے،دې عطیه سره به پاکستان كښې د هیپاټائټس سی په ضد روان كمپائن ته نه يواځې وده ترلاسه شي بلکه صحت عامه په څانګه كښې د نړيوالي شراکت داری يو نوې باب پيل شي۔په دې موقع د مصر ډپټی چیف آف مشن ووئيل دا داروګان يواځې يوه عطیه نه بلکه د پاکستان او مصر د پخوانو اړيكو عملي څرګندونه ده،دا داروګان به په خاص توګه مستحق او کمزورو طبقو له استعمالولې شي۔











