قطر نه د پاکستانیانو رالېږلې ترسیلات زر په مالي كال وړومبو درېو مياشتو كښې 6.2 فیصده زيات شوي ۔ سټیټ بینك

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) قطر كښې كار كوونكو پاکستانیانو لخوا رالېږلې ترسیلات زر د مالي كال وړوومبو درېو مياشتو په مهال په كلنه بنیاد 6.2 فیصده زيات ریکارډ کړې شوي دي ۔سټیټ بینك له مخې د مالي كال په وړومبو درېو مياشتو كښې قطر نه د كار كوونكو پاکستانیانو 258.2 ملیونه ډالره زرمبادله هېواد ته راليږلې كومه چې د تير كال دې مودې په مقابل كښې 6.2 …

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) قطر كښې كار كوونكو پاکستانیانو لخوا رالېږلې ترسیلات زر د مالي كال وړوومبو درېو مياشتو په مهال په كلنه بنیاد 6.2 فیصده زيات ریکارډ کړې شوي دي ۔سټیټ بینك له مخې د مالي كال په وړومبو درېو مياشتو كښې قطر نه د كار كوونكو پاکستانیانو 258.2 ملیونه ډالره زرمبادله هېواد ته راليږلې كومه چې د تير كال دې مودې په مقابل كښې 6.2 فیصد زياته ده۔ د تير مالي كال وړومبو درېو مياشتو كښې د قطر څخه د ترسیلات زر حجم 243.1 ملیونه ډالره ریکارډ کړے شوے وه۔ ستمبر كښې قطر څخه د ترسیلات زر حجم 88.7 ملیونه ډالره ریکارډ کړے شوي كوم چې اګست كښې 85.9 ملیونه ډالره او تير كال ستمبر كښې 79.8 ملیونه ډالره وو۔دا خبره دې ياده وي چې په مالي كال وړومبو درېو مياشتو كښې د سمندر پورې پاکستانیانو مجموعي ترسیلات زر 9.536 اربه ډالره ریکارډ کړې شوي كوم چې د تير كال دې مودې 8.796 اربه ډالره په مقابل كښې 8.4 فیصد زيات دي۔

مزید خبریں