اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي د خېبر پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ په ضد موثره اقدامات كښې پاتې ښكاري٬ په آئيني توګه په صوبه كښې د ګورنر راج اختيار موجود دے خو ولې وفاقي حكومت به داسې اقدام نه كوي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل وفاقي حكومت په ښه نېت سره صوبائي پوليس ته …
د خېبر پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ په ضد موثره اقدامات كښې پاتې ښكاري۔ طلال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي د خېبر پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ په ضد موثره اقدامات كښې پاتې ښكاري٬ په آئيني توګه په صوبه كښې د ګورنر راج اختيار موجود دے خو ولې وفاقي حكومت به داسې اقدام نه كوي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل وفاقي حكومت په ښه نېت سره صوبائي پوليس ته بلټ پروف ګاډي وركړې خو دې معاملې ته سياسي رنګ وركړې كېږي۔ ده ووئيل ځېنې حلق د ترهګرۍ په ضد د موثره او بشپړه كاروائيو په ضد دي۔ وزير مملکت د سهيل بزدار د نامې حواله وركولو سره ووئيل ھغه په سوچ سره تعينات كړے شوے ٶ۔ ده ووئيل كه بلټ پروف ګاډې د قبلېدو وړ نه دي نو وزيراعليٰ دې خپل ذاتي ګاډي پوليس ته وسپاري۔ طلال چوهدري زياته كړه چې د آرټيکل 148 له مخې صوبائي حکومت په پرېكړو كښې په بشپړه توګه خپلواكه نه دے او د ترهګرۍ په ضد جنګ د ګرد هېواد جنګ دے، دې لپاره د وزيراعليٰ بدلېدو سره به په دې جنګ كښې هېڅ فرق نه راځي۔ ده ووئېل د وزيراعظم شهباز شريف په امر صوبائي پوليس ته جديد ګاډي وركړې شوي او وفاقي حكومت د مالي ستونزو باوجود مرسته روانه ساتلې خو د خېبر پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ په ضد موثره اقدامات كښې پاتې ښكاري۔ وزير مملکت خبردارے وركړو چې د “ماشومانو ” پرېكړې سره د چا َژوند ته خطر رامخې ته كېدې شي او كه ځاني زيان وشو نو د دې ذمه وار به اړوند چارواكي وي۔ طلال چوهدري ووئيل د سعد رضوي د اثاثو تفتيش په مهال د برانډ 69 ګهړۍ برامد شوي دي او د دوي د قيادت په استعمال كښې 100 اكاٶنټس وٶ د كومو د لارې چې بېنكونو څخه د سود په مد كښې كروړونه روپۍ ترلاسه كېدې۔ ده ووئيل تحريکِ لبيک پاکستان (ټي ايل پي) د “انتها پسنده سوچ” لرونكے ګوند دے۔ ده زياته كړه چې پاكستان د اړي ګړي او د تشدد سياست نشي برداشت كولې او د آئيني اجازې باوجود به وفاقي حكومت د ګورنر راج اطلاق نه كوي او صوبائي حكومت څخه مطالبه شوې چې ھغه د خپلو وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كړي۔











