اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران چارو قائمه کمېټۍ د ځنګلو تحفظ او ماحولیاتی بدلون اثرات کمولو هڅو جاج اخستلو لپاره د نهې په ورځ د بلتستان ډویژن دورہ وكړه۔په دې موقع د سینیټر اسد قاسم په مشرۍ کمشنر کنفرنس هال سکردو كښې غونډه وشوه۔د ځنګلو سیکرټری غونډي ته بریفنګ كښې ووئيل جی بی فاریسټ ایکټ 2019 ترمخه تر اوسه 1.1ملیونه …
د کشمیر چارو قائمه کمېټۍ د بلتستان ډویژن دورہ،د طبعي آفتونو مخنيوي لپاره د اړوندو محکمو ترمينځه په قوي همغږۍ زور راوړو

مزید خبریں
اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران چارو قائمه کمېټۍ د ځنګلو تحفظ او ماحولیاتی بدلون اثرات کمولو هڅو جاج اخستلو لپاره د نهې په ورځ د بلتستان ډویژن دورہ وكړه۔په دې موقع د سینیټر اسد قاسم په مشرۍ کمشنر کنفرنس هال سکردو كښې غونډه وشوه۔د ځنګلو سیکرټری غونډي ته بریفنګ كښې ووئيل جی بی فاریسټ ایکټ 2019 ترمخه تر اوسه 1.1ملیونه مکعب فټ څخه زيات غیر قانوني لرګي ضبط کړې شوي او د هغې باقاعدہ استعمال لپاره كوټلي منصوبه جوړيږي۔د بلتستان ډويژن کمشنر ووئيل 100 میګاواټ شمسی توان او 60 میګاواټ هائیډرو پاور منصوبه د متبادل توان ذريعو وركولو سره به په ځنګلو فشار کم کړې شي۔کمېټۍ د ګلګت بلتستان (جی بی) حکومت ته سپارښتنه وكړه چې زر تر زره خپل اپنا فاریسټ ورکنګ پلان کمېټۍ سره شیئر کړي او د ځنګلو په اړھ د كومي هم قانون سازۍ يا اقدامات په اړه کمېټي خبر كړي۔دغسې غړو ایډمنسټرېشن کمپلیکس كښې يو بوټے هم نال كړو۔











