د مور شوده كوچنيان د رنځونو نه ساتي او د غذائي كمي په ضد طاقتور قدرتي تحفظ دے ۔ وزير مملكت ډاكټر ملك مختار احمد بھرتھ

اسلام آباد 21 اكتوبر (اے پي پي) د صحت وزير مملكت ډاكټر ملك مختار احمد بھرتھ وئيلي دي د مور شوده كوچنيان د رنځونو نه ساتي او د غذائي كمي په ضد طاقتور قدرتي تحفظ دے٬ د روغتيا وزارت به د صحت عامه په اړه پوهې ته د ودې وركولو په اړه د هر اقدام ملاتړ كوي۔په هيلتھ سروسز اكيډمي (اېچ اېس اے) اسلام آباد كښې خبريالانو لپاره د اګاهۍ …

اسلام آباد 21 اكتوبر (اے پي پي) د صحت وزير مملكت ډاكټر ملك مختار احمد بھرتھ وئيلي دي د مور شوده كوچنيان د رنځونو نه ساتي او د غذائي كمي په ضد طاقتور قدرتي تحفظ دے٬ د روغتيا وزارت به د صحت عامه په اړه پوهې ته د ودې وركولو په اړه د هر اقدام ملاتړ كوي۔په هيلتھ سروسز اكيډمي (اېچ اېس اے) اسلام آباد كښې خبريالانو لپاره د اګاهۍ تابيا كړي سېشن ته د وېنا په مهال وزير مملكت ډاكټر ملك مختار احمد بھرتھ ووئيل د مور شوده كوچنيان د رنځونو نه ساتي او د غذائي كمي په ضد طاقتور قدرتي تحفظ دے٬ د روغتيا وزارت به د صحت عامه پوهې ته د ودې وركولو په اړه د هر اقدام ملاتړ كوي۔ دا مشاورتي غونډې د يونيسيف په مرسته د صحت وزارت٬ د منصوبه بندۍ وزارت او نورو ادارو په همكارۍ سره وشوه چې پكښې د هېواد نوموړې پرنټ٬ الېكټرانك او د ډيجيټل ميډيا د 40 نه زياتو خبريالانو ګډون وكړو۔ وزیر مملکت مختار بهرتھ ووئيل په وفاقي كچه د مور د پيو د متبادل (بي اېم اېس) قانون د تاخیر سره مخ دے ٬ ځكه چې د دې د اهميت فهم نشته ٬ زياتره قانون ساز نه پوهېږي چې د فارموله شودو زيانونه څه دي او د مور پېۍ كوچني لپاره څومره ضروري دي۔ ده ووئيل د مور شوده كوچنيان د رنځونو نه ساتي او د غذائي كمي په ضد طاقتور قدرتي تحفظ دے۔

مزید خبریں