زرعی څانګه كښې اصلاحات د وخت مهم ضرورت دے ،د هېواد پرمختګ لپاره به مونږ ټولو له په ګډه محنت كول وي۔وفاقی وزیرِ محمد حنیف عباسی

پينډۍ 21 اکتوبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقی وزیرِ محمد حنیف عباسی وئيلي دي زرعی څانګه كښې اصلاحات د وخت مهم ضرورت دے، د زراعت خپل برآمدات بايد زيات كړو،د هېواد پرمختګ لپاره به مونږ ټولو له په ګډه محنت كول وي۔ده دا خبره د نهې په ورځ د پينډۍ پیر مهر علی شاہ بارانی زرعي یونیورسټۍ كښې نړيوال ایګریکلچر کنفرنس اختتامی دستورې ته وينا كښې وكړه۔د کنفرنس سرخط …

پينډۍ 21 اکتوبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقی وزیرِ محمد حنیف عباسی وئيلي دي زرعی څانګه كښې اصلاحات د وخت مهم ضرورت دے، د زراعت خپل برآمدات بايد زيات كړو،د هېواد پرمختګ لپاره به مونږ ټولو له په ګډه محنت كول وي۔ده دا خبره د نهې په ورځ د پينډۍ پیر مهر علی شاہ بارانی زرعي یونیورسټۍ كښې نړيوال ایګریکلچر کنفرنس اختتامی دستورې ته وينا كښې وكړه۔د کنفرنس سرخط د “ډیجیټټل اختراعات د لارې د زراعت بدلون ” ؤ۔ اختتامی دستوره كښې خاص ميلمه وفاقي وزیرِ محمد حنیف عباسي او اعزازي ميلمنې اېم پی اے اسماء ناز عباسی ګډون وكړو۔ کنفرنس د فزیکل او آن لائن دواړو طریقو سره وشو چرته چې ځيني نړيوالو مقررینو په عملی توګه دستوره كښې ګډون وكړو او ځينو آن لائن خپلي مقالب وړاندې كړي۔ کنفرنس سره كر كېله كښې د بدلون په اړه د لا خبرتيا او تحقیقی و اختراعي سوچ ډاډګيرنه وشوه دغسې د ګډون كوونكو سره د نورو پوهانو رابطو جوړولو او د شريكې خوښي په چارو د خيالاتو څرګندوني موقع هم ترلاسه شوه۔اختتامي دستورې ته وينا كښې وفاقی وزیر ووئيل زمونږ ګډون كوونكو ته د قدر وړ پوهانو اوريدلو شرف ترلاسه شوے او هغوې په داسې مهمو سرخطونو رڼا اچولي كوم به چې زراعت په جدید ډول روانولو كښې مرستياله وګرځي۔

مزید خبریں