اسلام آباد 21 اكتوبر (اے پې پي) سږ كال پاكستان سخت او اوږد ژمي سره مخ كېدے شي٬ دا كوم معمولي بدلون نه دے بلكې د بدل شوي نړيوال موسمي نظام نتيجه ده۔ د نهې په ورځ خپلې يوې مركه كښې نعيم احمد سبحاني ووئيل ژمي كښې د سختې يخنۍ چپه راتللې شي٬ په سږني كال پاكستان سخت او اوږد ژمي سره مخ كېدے شي٬ دا كوم معمولي بدلون نه …
سږ كال پاكستان سخت او اوږد ژمي سره مخ كېدے شي۔ سېفټي كنسلټنټ نعيم احمد سبحاني

مزید خبریں
اسلام آباد 21 اكتوبر (اے پې پي) سږ كال پاكستان سخت او اوږد ژمي سره مخ كېدے شي٬ دا كوم معمولي بدلون نه دے بلكې د بدل شوي نړيوال موسمي نظام نتيجه ده۔ د نهې په ورځ خپلې يوې مركه كښې نعيم احمد سبحاني ووئيل ژمي كښې د سختې يخنۍ چپه راتللې شي٬ په سږني كال پاكستان سخت او اوږد ژمي سره مخ كېدے شي٬ دا كوم معمولي بدلون نه دے بلكې د بدل شوي نړيوال موسمي نظام نتيجه ده٬ دا يوازې د موسم/هوا بې نظمې نه ده بلكې د بدلو شوو موسمونو ھغه علامتونه دي كوم چې انسان٬ ماحول او معيشت متاثره كوي٬ ده ووئېل سخت موسمي شدت زمونږ د ژوند هر اړخ متاثره كوي چې پكښې صحت٬ زراعت٬ بنيادي ډهانچه او د توان نظام متاثره كوي۔ نعيم احمد سبحاني ووئيل د موسمي شدت په سبب اوبه او ګاز سره سره بېلا بېل رنځونه ھغه وخت زياتېږي كله چې چمتوالې د نش برابر وي٬ ده ووئېل راځۍ چې اوښيار شو او پېشګي اقدامات وكړو۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون يوازې د حرارت د درجې زياتېدو نوم نه دے بلكې په حقيقت كښې د موسم د شدتونو او د غېر باوري بدلون علامت دے۔ ده ووئېل د مشرانو او د كوچنيانو خاص خيال اوساتئ٬ د صفائۍ او د حفظان صحت په اصولو عمل وكړئ دغسې چې رنځونه نه خپرېږي٬ بې ضرورته بهر وتلو او په اوپن ايرياز كښې د كار كولو نه ډډه وكړئ٬ دغسېد توان په استعمال كښې د احتياط نه كار واخلۍئ او پائيدار ژوند خپل كړئ ٬ ده ووئېل كه مونږ د شعور نه كار واخلو او په وخت اقدامات وكړو نو د موسمي اثرات د شدت څخه بچ كېدے شو٬ خوندي پاتې شئ او ذمه وار شئ











