بيروت۔ 21 اكتوبر (اے پي پي) د لبنان نائب وزيراعظم طارق دمتري تصديق كړے دے چې اسرائيل د سېكيورټي انتظامات پېل څخه په لبنان بريدونه روان ساتلې دي او چاته هم معلومه نه ده چې د اسرائيل اصل عزائم او منصوبه څه ده۔ د العربيه تر مخه هغه العربيه او الحديث سره خبرو كښې ووئېل د لبنان پوځ د وسلې جمع كولو په منصوبه په موثر ډول عمل كوي۔ دا …
په لبنان د اسرائيل بريدونه روان دي٬ په پينځو ځايونو يې قبضه هم كړې٬ نائب وزيراعظم طارق متري

مزید خبریں
بيروت۔ 21 اكتوبر (اے پي پي) د لبنان نائب وزيراعظم طارق دمتري تصديق كړے دے چې اسرائيل د سېكيورټي انتظامات پېل څخه په لبنان بريدونه روان ساتلې دي او چاته هم معلومه نه ده چې د اسرائيل اصل عزائم او منصوبه څه ده۔ د العربيه تر مخه هغه العربيه او الحديث سره خبرو كښې ووئېل د لبنان پوځ د وسلې جمع كولو په منصوبه په موثر ډول عمل كوي۔ دا منصوبه پخپل وړومبي پراؤ كښې ده او زر به مكمل كړې شي٬ خو پوځ د اسانيو د كمي غوندې چېلنج سره مخ دے۔ هغه زياته كړه د اسرائيلي جارحيت د پوځ په كار كښې خنډ جورېږي خو پوځ د خپلو فرائضو تر سره كولو لپاره هڅې كوي۔نائب وزيراعظم ووئېل د امرېكې خاص استازي ټوم برك اوسنو بيانونو كښې د لبنان سباون ډېر په ډرامائي انداز وړاندې كړے دے۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې حكومت هېواد د جنګ د خطرې نه ساتلو لپاره هلې ځلې كوي او دې سره ټاكنې په په وخت كولو لپاره هم عزم لري۔ هغه ووئېل د حزب الله د شته والي باوجود اسرائيل د لبنان په خاوره 5 ځائے قبضه كړې ده ۔ واضحه دې وي چې د لبنان حكومت د حزب الله نه تر اګست مياشت د وسلې بېرته اغستلو پرېكړه كړې وه او پوځ ته يې په دغه د عمل درآمد ذمه واري سپارلې ده۔








