د نيشنل سيمي کنډکټر پروګرام اجرا تاريخي سنګ ميل دے٬ پروګرام د ټيکنالوجي منصوبه نه بلكې د خود انحصارۍ او د معاشي خپلواكۍ بنياد دے۔ د انفارميشن ټيکنالوجۍ وفاقي وزيره فاطمه خواجه

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجۍ وفاقي وزيرې فاطمه خواجه وئيلي دي د نيشنل سيمي کنډکټر پروګرام اجرا تاريخي سنګ ميل دے٬ پروګرام د ټيکنالوجي منصوبه نه بلكې د خود انحصارۍ او د معاشي خپلواكۍ بنياد دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ پاکستان كښې سيمي کنډکټر لپاره د انسپائر انيشي ايټو اجراء دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ وفاقي وزيرې فاطمه خواجه …

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجۍ وفاقي وزيرې فاطمه خواجه وئيلي دي د نيشنل سيمي کنډکټر پروګرام اجرا تاريخي سنګ ميل دے٬ پروګرام د ټيکنالوجي منصوبه نه بلكې د خود انحصارۍ او د معاشي خپلواكۍ بنياد دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ پاکستان كښې سيمي کنډکټر لپاره د انسپائر انيشي ايټو اجراء دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ وفاقي وزيرې فاطمه خواجه ووئيل نن تاريخي ورځ ده ٬ پاکستان كښې په وړومبي ځل د نېشنل سيمي کنډکټر پروګرام اجراء وشوه٬ د وزيراعظم په مشرۍ كښې نيشنل سيمي کنډکټر پروګرام اجرا تاريخي سنګ ميل دے٬ دا پروګرام د وزيراعظم وژن ډيجيټائزيشن پاکستان له مخې مهم پېشرفت دے٬ پروګرام د ټيکنالوجي منصوبه نه بلكې د خود انحصارۍ او د معاشي خپلواكۍ بنياد دے ٬ وفاقي وزيرې ووئېل په منصوبه كښې د يو شمېر ډلو او پوهانو هلې ځلې شاملې دي٬ د وزيراعظم په مشرۍ كښې ډيجيټل وژن او په ځوانانو د باور لرلو خوب عملي كړے شو، دې ووئېل فيلډ مارشل سيدعاصم منير او د اېس آئي اېف سي هم په دې كښې مهم كردار لوبولے دے، د منصوبې له مخې به 7 زره 200 ځوانانو ته په جديد ټيکنالوجۍ كښې تربيه وركولې شي٬ دا پنځه كلنه منصوبه ده٬ د منصوبې له مخې به په انهه پوهنتونونو كښې کلسټرز جوړولې شي او شپږ د جديد ترين انټيګريټډ سرکټ ليبارټريز به جوړولې شي۔ دې ووئيل د وزيراعظم قيادت، اعتماد او د سرپرستي نتيجه ده چې نن مونږ نوي دور ته داخلېږو٬ مونږ به ناممكن ممكن كوٶ او پاكستان به پخپلو پښو ادرېږي۔په دستوره كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار،وفاقي وزيرانو شزا فاطمه خواجه، احسن اقبال ٬ عطاء تارړ، جام کمال خان، خالد حسېن مګسي، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خاں، نوموړې د ټيکنالوجي كار پوهه ډاکټر نويد شيرواني، اعلي سرکاري چارواكو٬ د ټيکنالوجي پوهانو، د علم خاوندانو او زده كوٶنكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں