خاص مرستيال هارون اختر خان سره د چين ټائلز انډسټري پلاوي ملاقات ٬ په ټائلز او سرامكس سېكټر كښې د ايف بي آر كيمرو لګولو په پاليسۍ د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔21 اکتوبر (اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اخترخان سره د چين ټائلز انډسټرۍ يو پلاوي ملاقات وكړو په كوم كښې چې د وفاقی بورډ آف ریونیو (اېف بی آر) لخوا په ټائلز او سرامكس سېكټر كښې د كېمرو لګولو په پالېسۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د صنعت او پیداوار وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د غونډې په مهال هارون …

اسلام آباد۔21 اکتوبر (اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اخترخان سره د چين ټائلز انډسټرۍ يو پلاوي ملاقات وكړو په كوم كښې چې د وفاقی بورډ آف ریونیو (اېف بی آر) لخوا په ټائلز او سرامكس سېكټر كښې د كېمرو لګولو په پالېسۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د صنعت او پیداوار وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د غونډې په مهال هارون اختر خان سپيناوې وكړو چې کېمرې يوازې په پروډکشن لائن د ټائلز شمېرو لپاره لګولې شي او د پېداوار په وروستي پړاؤ كښې به د کیو آر کوډ پېکجنګ او مصنوعات شمېرو لپاره هم كېمرې لګولې شي۔ ده ووئيل وزیراعظم شهباز شریف هدايت كړے چې د چين سرمايه كارانو دې ډاډګيرنه وكړې شي او هغوي ته دې سهولت وركړے شي دغسې چې هغوي په پاكستان كښې خپلې كاروباري چارې ترسره كړې شي۔ هارون اختر خان په دې خبره زور راوړو چې ټول په صنعتي پالېسۍ عملدرآمد او ضروري آسانۍ وړاندې كولو له چمتؤ دي۔ ده ووئيل دا اقدام زيات مهم او د صنعت په ګټه دے۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت سرمايه كارانو ته د آسانيو رسولو او د غوره كاروباري چاپېريال باوري كولو عزم لري۔ دا ډول اقدامات صنعتي پرمختګ ته ودې وركولو او تحفظ له زيات ګټور دي۔ د اېف بي آر استازو د چين صنعتكارو ته د كېمرو لګولو په لړ كښې د بشپړه مرستې او سپېځلتيا باور وركړو

مزید خبریں