تهران ۔21 اکتوبر(اے پی پی) د ایران خارجه وزير سید عباس عراقچی او د ملګرو ملتونو د عمومي سېكرټري انتونیو ګوترېش ترمينځه ټيلېفوني تماس ونيولے شو په كوم كښې چې دواړو لارښودو د غزه او يمن په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د چین خبر رسنې ادارې شنهوا د ایران خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان په اړه ووئيل خارجه وزير سید عباس عراقچی د نړيوالې ورورولۍ په دې …
د ايران خارجه وزير او د ملګرو ملتونو د عمومي سيكرټري ترمينځه ټيليفوني تماس ، د غزه او يمن په صورتحال د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
تهران ۔21 اکتوبر(اے پی پی) د ایران خارجه وزير سید عباس عراقچی او د ملګرو ملتونو د عمومي سېكرټري انتونیو ګوترېش ترمينځه ټيلېفوني تماس ونيولے شو په كوم كښې چې دواړو لارښودو د غزه او يمن په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د چین خبر رسنې ادارې شنهوا د ایران خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان په اړه ووئيل خارجه وزير سید عباس عراقچی د نړيوالې ورورولۍ په دې ذمه وارۍ زور راوړے چې هغه دې د اسرائيل لخوا د جنګ بندۍ د خلاف ورځو مخنيوې او د غزه اولس ته د بشري مرستې رسنه باوري كړي۔ سید عباس عراقچی د یمن د صورتحال ذكر هم وكړه او د اسرائيل لخوا يۍ د عرب هېواد په ضد د جارحيت غندنه وكړه۔ ده د ايران او د ملګرو ملتونو ترمينځه د پرله پسې همكارۍ په حاجت زور راوړو دغسې چې يمن كښې استحكام او په منطقه كښې سلامتيا باوري كړې شي۔ انتونیو ګوترېش تاكيد وكړو چې په منطقه كښې استحکام او سلامتيا لپاره دې سفارتي مشاورت ته دوام وركړے شي








