اسلام آباد۔21 اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستان سټيل ملز په بحالۍ او د بحري او صنعتي څانګې په انضمام اډانه نوې منصوبې’’سی ټو اسټیل ګرین میري ټائم انډسټریل کورېډور‘‘ خبرې اترې وشوې۔ وفاقي وزیر جنېد انوار چوهدري په دې موقع په پورټ قاسم كښې …
وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري سره د صنعت او پېداوار خصوصي مرستيال هارون اختر خان ملاقات ٬ په سي ټو اسټيل ګرين ميري ټائم انډسټريل كوريډور د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔21 اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستان سټيل ملز په بحالۍ او د بحري او صنعتي څانګې په انضمام اډانه نوې منصوبې’’سی ټو اسټیل ګرین میري ټائم انډسټریل کورېډور‘‘ خبرې اترې وشوې۔ وفاقي وزیر جنېد انوار چوهدري په دې موقع په پورټ قاسم كښې د اولني ’’سی ټو اسټیل ګرین انډسټریل کورېډور‘‘ جوړولو اعلان وكړو۔ ده ووئيل دا منصوبه به په راروانو 10 كلونو كښې نزدې د 13 اربه ډالرو بچت سبب وګرځي۔ جنېد انوار چوهدري ووئيل دا منصوبه به بحري او صنعتي څانګې عصري ټېكنالوجۍ سره سمې كړي او پاكستان اسټیل ملز به يو نوي اسټيل پراسېسنګ او شپ ري سائيكلنګ وریپیئر کمپلېکس سره وتړلې شي۔ دې سره به ځائي صنعت ته وده ترلاسه او د روزګار بلها موقعې به رامخې ته شي۔ خاص مرستيال ووئيل حکومت به په دې منصوبه د اړوندو وزارتونو په مرسته سمدستي عملدرآمد باوري كړي۔ ده زياته كړه چې د صنعتي او بحري څانګو پرمختګ سره به سرمايه كاري ٬ برآمدات او ځائي پېداوار زيات شي كوم به چې د هېواد معيشت په تلپاتې بنيادونو مستحكم كړي











