تهران ۔21اکتوبر (اے پي پي) ایران د خپل جوهري پروګرام په اړه د اوسني تاو تريوخوالي باوجود د دې خبرې تصدیق کړے دے چې د امریکې سره د هغوي د درېمګري د لارې خبرې مکمل بندې شوي نه دي ٬ بس د ايران د مفادات سره تړلي دي ۔ د العربیه اردو تر مخه دا خبره د ايران خارجه وزارت وياند اسماعیل بقائي تېره ورځ خپل اوننيز پریس کانفرنس په …
د امریکې سره د خبرو لاره مونږ نه ده بنده كړې ٬خو زمونږ د مفادات سره تړلې ده ،ایران

مزید خبریں
تهران ۔21اکتوبر (اے پي پي) ایران د خپل جوهري پروګرام په اړه د اوسني تاو تريوخوالي باوجود د دې خبرې تصدیق کړے دے چې د امریکې سره د هغوي د درېمګري د لارې خبرې مکمل بندې شوي نه دي ٬ بس د ايران د مفادات سره تړلي دي ۔ د العربیه اردو تر مخه دا خبره د ايران خارجه وزارت وياند اسماعیل بقائي تېره ورځ خپل اوننيز پریس کانفرنس په مهال وكړه ۔ هغه ووئېل ایران او د امریکې نوې خبرې اترې پېل كېدونكې نه دي ۔ خو هغه دا هم واضحه كړه چې د دريمګړي د لارې خبرې ختمې نه دي بلکې د ایران د مفادات سره تړلي دي ۔ هغه ووئېل ایران او نورو فریقینو تر مينځه د درېمګړي د لارې خبرې هغسې روانې دي او د ثالثانو د لارې د پیغامونو تبادله كېږي ۔ وياند ووئېل د ایران جوهري معامله په حقیقت كښې كومه نړيواله شخړه نه ده بلکې دا د اروپائي هېوادونو (فرانس، المان، برطانیه) او د امریکې په اصرار د ملګرو ملتونو په ایجنډا شامله كړې شوې وه ۔ هغه زور راوړو چې ایرانیان د پُر امن جوهري انرژۍ د كارلو بنیادي حق لري ۔ دا حق د ایران جوهري وسلې د نه خپرولو لوظ نامې ( این پي ټي ) د رکنیت په سبب تر لاسه دے۔ دا كوم داسې امتیاز نه دے كوم چې د نورو د اړخه وركړے شي يا تسليم كړے شي ۔








