د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان سره د اروپائي ائتلاف سفیر ملاقات

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان سره د اروپائي ائتلاف سفیر ریمونډس کاروبلس ملاقات کړے ۔د نهې په ورځ په شوې ملاقات كښې د جی ایس پی پلس فریم ورك ترمخه په مرسته او د سباؤن په تجارت خبرې شوې۔ ملاقات كښې د پاکستان او اروپائي ائتلاف دوه اړخيزه تجارت او سرمایه كارۍ ته ودې وركولو ته اتفاق هم راغلو ۔جام کمال …

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان سره د اروپائي ائتلاف سفیر ریمونډس کاروبلس ملاقات کړے ۔د نهې په ورځ په شوې ملاقات كښې د جی ایس پی پلس فریم ورك ترمخه په مرسته او د سباؤن په تجارت خبرې شوې۔ ملاقات كښې د پاکستان او اروپائي ائتلاف دوه اړخيزه تجارت او سرمایه كارۍ ته ودې وركولو ته اتفاق هم راغلو ۔جام کمال خان د اروپائي ائتلاف د مرستې او مثبت شراکت داری وستائېله۔ده ووئيل جی اېس پی پلس اسکیم سره پاکستاني برآمدات كښې ښكاره زياتوالے راغلے ۔جام کمال خان ووئيل پاکستان د بشري حقونو، محنت معیارات او ښې حکمرانی په عزم ولاړ دے۔ملاقات كښې د اروپائي ائتلاف ۔پاکستان بزنس فورم په جوړولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه،دواړو ډلو كوټلي پرمختګ او شريكې معاشی سوكالۍ لپاره نزدې مرستي رواني ساتلو له د عزم څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں