لاهور۔21اکتوبر(اے پی پی) د سارك چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټريز پخواني صدر افتخار علي ملك وئيلي دي چې سوداګره ورورولي د پاك افغان اوربند هركلے كوي ٬ تلپاتے امن په منطقه كښې پرمختګ او سوكالۍ لپاره ضروري دے۔ د نهې په ورځ په يو بيان كښې ده ووئيل د تركيه او قطر سفارتي هڅو دلارې د پاكستان او افغانستان ترمينځه اوربند يو خوشبين پېشرفت دے چې ورسره به د اوږدې …
پاك افغان اوربند خوشبين ٬ تلپاتي امن او منطقه كښې پرمختګ او سوكالۍ له ضروري دے: افتخار علي ملك
لاهور۔21اکتوبر(اے پی پی) د سارك چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټريز پخواني صدر افتخار علي ملك وئيلي دي چې سوداګره ورورولي د پاك افغان اوربند هركلے كوي ٬ تلپاتے امن په منطقه كښې پرمختګ او سوكالۍ لپاره ضروري دے۔ د نهې په ورځ په يو بيان كښې ده ووئيل د تركيه او قطر سفارتي هڅو دلارې د پاكستان او افغانستان ترمينځه اوربند يو خوشبين پېشرفت دے چې ورسره به د اوږدې مودې سيمه ايز استحكام او سوكالۍ لاره هواره شي۔ ده ووئيل د تاؤ تريخوالي ختمېدو او غوره پوليزې همغږۍ سره به د تجارت حجم زيات شي٬ ټرانسپورټ راهدارۍ به يو وارې بيا پرانستلې شي او توان ٬ خوراك او بنيادي اډانه كښې به هم د ګډو منصوبو بحالي ممكن شي۔









